سیمه ییز خبرونه
ښځينه پوليسي په كاري چاپيريال كې خوندي نه دي
اكسفام نړيوال سازمان په خپل يو كلن څېړنيز رپوټ كې، چې د سې شنبې په ورځ(د وږي۱۹) په كابل كې خپور شو، د پوليسو په تشكيلاتو كې د ښځو رول پيكه او كاري چاپېريال بې خونده وباله.
د دغه بنسټ په رپوټ كې راغلي، چې:
په شاوخوا ۱۵۷ زره پوليسو كې د ښځو ونډه يوازې يو فيصد ده، چې ۱۵۵۱ تنو ته رسيږي.
په رپوټ كې د افغان ښځينه پوليسو د كاري چاپېريال په باب هم اندېښنه ښودل شوې او ويل شوي، چې ښځينه پوليسې د جنسي تېري له گواښونو او نورو ستونزو سره مخ دي.
د اكسفام نړيوال مرستندوى سازمان د پاليسي مسوول شريف عزيزي په وينا، په دې رپوټ كې وړانديز شوى، چې كه د پوليسو په ليكو كې د ښځو شمېر زيات شي، د ښځو په وړاندې به د تاوتريخوالي پيښې را كمې كړي.
د اكسفام په رپوټ كې دا هم ويل شوي، چې له ۲۰۱۱م كال څخه تر ۲۰۱۲م كال پورې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پيښې ۲۵ په سلو كې زياتې شوي دي او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې به هغه مهال كمې شي، چې په پوليسو كې د ښځو رول او ونډه پراخه شي.
د افغان ښځو د مهارتونو د پراختيا مركز مشره ماري اكرمي هم د پوليسو په ليكو كې د ښځو پر زياتې ونډې ټينگار څرگند كړ.
د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي تاييدوي، چې په پوليسو كې د ښځو ونډه لږ ده؛ خو په ښځينه پوليسو كې د جنسي تېريو پېښې او د ښځينه پوليسو په وړاندې نورې ستونزې نه مني.
اكسفام د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون د مسوولينو په حواله وايي، په افغانستان كې د ښځو د وژنو او جنسي تېريو په زياترو پيښو كې په خپله پوليس ښكېل دي.