تازه خبرونه

ښځې دې د ډاډمن چاپېریال د رامنځته کولو لپاره له دولت سره ګډ کار وکړي-غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر وایي؛ ښځو ته د ډاډمن کاري چاپيریال د رامنځته کولو په اړه باید ښځې له دولت سره ګډه کار وکړي؛ داسې چاپېریال رامنځته او ستونزې واوریدل شي او دا خبره روښانه شي، چې حکومت په کوم حالت کې کولی شي قانون پلی کړي.

ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام “د ښځو لپاره په لوړو دولتي مقامونو کې د متحولې رهبرۍ” پروګرام په پای کې ګډون وکړ.

دغه پروګرام، چې په ارګ کې ترسره شو او په کې د هېواد لومړۍ میرمن رولا غني هم ګډون درلود، لومړی د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشرې خبرې وکړې د ولسمشر او د هېواد لومړۍ میرمن څخه یې له دې کبله، چې د ښځو په رهبرۍ باور لري او د هغوی د ځواکمنولو لپاره هڅې کوي مننه وکړه.

Trending

Exit mobile version