تازه خبرونه

ښځې عدالت ته لاسرسی نلري او قضایي سیستم فاسد دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو د شکنجې د مخنیوي کمیټې په تازه رپوټ کې راغلي چې د افغانستان په قضايي غونډو کې له ښځو سره د تبیعیض له مخې چلند شوی دی او عدالت ته د ښځو د لاسرسي مخه يې نیولې.
ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان قضايي سیستم، عدالت ته د ښځو د لاسرسي مخه نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د تاوتریخوالي او شکنجې د مخنیوي کیمټې د افغانستان په قضايي سیتم اندېښنه ښودلې ده او زیاته کړې یې ده چې له همدې کبله افغان میرمنو په قضایي سیستم باور له لاسه ورکړی دی.
د دې کمیټې په باور، عدالت ته د ښځو نه لاسرسی د دې لامل شوی چې د افغانستان قضایي سیستم نیمګړی دی او فساد پکې دی او هم د ښځو په وړاندې د محاکمو چلند له تبعیض څخه ډک دی.
د رپوټ په ځینو برخو کې راغلي چې په قضایي سیستم کې:
ښځې عدالت ته لاسرسی نلري او قضایي سیستم فاسد دی.
تاوتریخوالی:
په لارو او سړکونو او دفترونو کې ښځو ته ازار رسول او ان پر هغوی جنسي تیري.
نا مشروع اړیکو ته د ښځو مجبورول، په بدو کې ورکول او جبري ودونو ته اړ ایستل
د امن کورونه:
د دغو کورنو په هکله د ټولنې او ځینو غړو نظر د اندېښنې وړ دی. ځینې په دې باور دی چې د امن کورونه د فحشا مرکزونه دي.
زنداني میرمني:
له کور څخه د تېښتې په په قضیو کې د زنداني شویو میرمنو وضعیت د اندېښنې وړ دی. له کور څخه تیښته د افغانستان د جزایي قانون له مخې جرم نه دی، نو افغان دولت باید هغوی ته د عدالت زمینه برابره کړي.
ومو غوښتل په دې اړه سترې محکمې غبرګون ترلاسه کړو. د دې کار له پاره مو د سترې محکمې له ویاند عبدالله عطایی سره اړیکه ونیوله. نوموي یوه شماره راته راکړه او ویې ویل له دغې شمارې سره تماس ونیسئ. کله مو چې له هغې شمارې سره اړیکه ونیوه؛ په ځواب کې یې راته وویل :” له عبداله عطایی سره اړیکه ونیسئ! ځکه هغه د سترې محکمې ویاند دی او باید په دې اړه وغږیږي! له دې ځایه د سترې محکمې ګډوډي لیدل کیږي.”
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي زړه بوږنوونکي پیښې رامنځته شوي دي، خو د دغو قضیو په څيړنه کې پرمختګ نه دی شوی.

Trending

Exit mobile version