تازه خبرونه
ښځې له شرعي محرم پرته د سفر حق نلري
اسوشیېټډ پرس د دوه هوايي شرکتونو د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ اسلامي امارت په افغانستان کې له محرم پرته د لسګونه ښځو د کورني او بهرني هوایي سفر مخنیوی کړی دی.
د دغو دوه هوايي شرکتونو چارواکو، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي؛ اسوشیټیډ پرس خبري آژانس ته ویلي؛ د جمعې پر ورځ لسګونه ښځو غوښتل د کابل له هوايي ډګره دننه او بهر سفر وکړي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو د الوتنې اجازه ورنکړه.
د چارواکو د څرګندونو له مخې، اسلامي امارت ښځو ته ویلي، چې دوی له محرم پرته د سفر حق نلري.
یوه چارواکي ویلي، چې یو شمېر ښځو د کاناډا په ګډون د دوه هېوادونو تابعیت درلود، چې غوښتل یې له افغانستان څخه بهر خپلو کورونو ته ستانه شي.
ټاکل شوې وه، چې دغه میرمنې د کام ایر او آریانا هوايي شرکت له لارې د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد، دوبۍ او ترکیې ته الوتنې وکړي.
د دواړو هوايي شرکتونو یوه چارواکي ویلي، چې دا امر د د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا صادر شوی دی.
د کابل د نړيوال هوايي ډګر مشر او امنيه قومندان د شنبې پر ورځ د هوايي ډګر له مسوولينو سره وکتل، خو پدې اړه يې له رسنيو سره جزئيات ندي شريک کړي.