تازه خبرونه

کابلوف پوتین ته له ترهګریز نوملړ څخه د «اسلامي امارت» د نوم لرې کولو وړاندیز وکړ

Published

on

د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د څرګندونو له مخې؛ بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د ترهګرو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د احتمالي ایستلو په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او اړوند وړاندیز کرملین ته سپارل شوی دی.

کابلوف تاس خبري آژانس ته ویلي: بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته خبر ورکړی، چې طالبان (اسلامي امارت) دې په دې هېواد کې د ترهګریزو ډلو له نوملړ څخه وایستل شي.

کابلوف زیاته کړې، چې دغه دریځ یو شمېر دولتي بنسټونو تائید کړی او دا کړنه باید ترسره شي او له دې پرته به د (افغانستان چارسمبالي حکومت) د پر رسمیت پېژندلو خبرې له وخته مخکې وي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پدې مسلې کار روان دی، ټول ملاحظات د روسیې مشرتابه ته وړاندې شوي او مونږ یې پرېکړې ته په تمه یوو.

هغه دا هم ویلي؛ اسلامي امارت په ۲۰۲۱ ز.کال کې واک ته له رسېدو وروسته د رسمیت پېژندلو لپاره اوږده لار ولې؛ خو اوس هم ځینې خنډونه شته، چې پرې برلاسي شي او له هغې وروسته به بیا مسکو پرېکړه وکړي.

دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي: طالبان (اسلامي امارت) په افغانستان کې اصلي ځواک دی او د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه یې د ایستلو هڅه د واقعیت ښکارندویي کوي.

همدارنګه کابلوف یوه روسي خبري چینل ته ویلي، چې اسلامي امارت د سنټ پټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د ګډون پخلی کړی دی.

هغه ویلي: د طالبانو حکومت (اسلامي امارت) د کار وزیر او د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر به د سنټ پټرزبورګ په اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

کابلوف زیاته کړې: زه تمه لرم، چې دوی (د اسلامي امارت پلاوی) او افغان سوداګر به له روسیې او نورو بهرنیو شریکانو سره د همکارۍ په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.

هغه څرګنده کړې: د روسیې په اړه ما مخکې وویل، چې دا ډول همکارۍ له پخوا څخه شتون لري؛ خو د هغې امکانات پای ته ندي رسیدلي او مخ پر پراخېدو دي.

کابلوف وایي: زه هیله لرم، چې افغان پلاوی به له دې فرصت څخه د روسیې او نورو دوستو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره پوره ګټه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د افغانستان اسلامي امارت هم د دغه فورم په غونډه کې ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version