تازه خبرونه

کابل امنیه قومندان د ناامنیو د ډېریدو پر لامل له دندې لرې شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ ومنله، چې په پلازمېنه کابل کې د ناامنیو له کبله د کابل ولایت امنیه قومندان امان الله واحدي له دندې لرې شوی دی.

ستر پاسوال امان الله واحدي څو میاشتې مخکې د پاسوال سید محمد روشندیل پرځای ټاکل شوی و؛ خو تر دې دمه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړ شوي، چې ځایناستی به یې څوک وي.

په هر حال په دې تېرو څو اوونیو کې د ځای پر ځای شويو ماینونو او چاودیدونکیو توکو د چاودنو، توغندیزو بریدونو او د وژنو هڅې شوې دي.

د شنبې پر ورځ، د ملي اردو یو ډګروال، چې د دفاع وزارت د لوژستیک څانګې لپاره یې کار کاوه له خپل موتر چلوونکي سره د کابل د کارتې نو په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو ووژل شول.

همدارنګه پر همدې ورځ په ښار کې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو ۵ چاودنې تر سره شوي، چې په کې یو کس وژل شوی او ۶ نور ټپیان دي.

یوه اوونۍ مخکې، د خپلمنځي خبرو د پلاوي پر غړې او سیاسي فعالې فوزیه کوفي هغه مهال ډزې وشوې، چې د  پروان ولایت له یوې غونډ کابل ته پر لاره وه.

تېره چهارشنبه په یوه بله پېیښه کې، د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر او د سولې ملاتړ کوونکی عبدالباقي آمین ووژل شو.

دا پېښه یوازې یوه ورځ وروسته له هغې وشوه، چې پر کابل ښار له یو سراچه ډوله موتر څخه توغندي وتوغول شول، چې په کې لږ تر لږه درې کسان ووژل شول. داعش د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې ۱۶ توغندي یې د ښار پر دیپلوماټیک زون او ولسمشرۍ ماڼۍ توغولي دي.

د کابل ښار اوسیدونکیو په تېرو څو اوونیو کې د نښلیدونکيو ماینونو د چاودنو په اړه خپل غږ هم اوچت کړی او وایي، چې امنیتي چارواکي باید خپلو دندو ته پوره پام راواړوي.

ولسمشر اشرف غني هم دوه ورځې وړاندې د کابل د پولیسو له چارواکو سره امنیتي ناسته لرله او هغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې په پلازمېنه کې د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د څرګندونو له مخې، ولسمشر امنیتي چارواکو ته ویلي؛ هغه د پولیسو له مرکزونو لیدنه کړې، چې اړوند وضعیت ورته د منلو وړ ندی او په کې اداري بدلونونو ته بېړنۍ اړتیا لیدل کیده.

اشرف غني په یوه امنیتي ناسته کې د پولیسو له مشرانو  وغوښتل، چې امنیت ته پوره پاملرنه وکړي او وایي، چې د قانون له سرغړوونکیو سره باید قانوني چلند تر سره شي.

Trending

Exit mobile version