تازه خبرونه

کابل او اسلام آباد به سرحدي ستونزې د خبرو له لارې حل کړي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له څه وخت راپدیخوا د ډیورنډ کرښې په یو شمېر سیمو کې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستانيو ځواکونو تر منځ شخړې پېښې شوي، چې اړتیا ده د اړوند مسئلې پر حل خبرې وشي.

په روانه اوونۍ کې داسې راپورونه خپاره شول، چې افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان له لوري غزول شوی اغزن تار راټول کړی او له ځان سره یې راوړی دی، چې دې کار د دواړو لوریو ناندرې راپارولي د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو لامل شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر پوله د اغزن تار د لګولو په اړه د پاکستان هڅې ته په نغوته کې ټویټ کړی او څرګندوي؛ اسلامي امارت هیله من دی، چې ستونزه د همغږۍ، خبرو او ښه ګاونډیتوب د باور له مخې حل او په دې اړه له پاکستان سره خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي اوړمه ورځ یوې خبري غونډې ته د اغزن تار پر غزولو ټینګار وړاندې کړی او وایي، چې له اسلامي امارت سره به د مسلې پر ډیپلوماټیک حل خبرې وکړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د قریشي د څرګندونو له مخې ویلي: مونږ پر پوله اغزن تار لګولی او د اغزن تار لګولو به روان وساتو.

د افغانستان تېر حکومت هم له دې کړنې سره مخالفت کړی و.

افغانستان د ډیورنډ کرښه، چې پاکستان او افغانستان سره بېلوي، د نړیوالې پولې په توګه پر رسمیت نه پېژني.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په دې وروستیو کې ویلي؛ پاکستان حق نلري، چې پر اغزن دیوال جوړ کړي؛ ځکه دا ډول کړنې نامناسبې او قانوني بڼه نلري.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه تازه بیان کې د اسلامي امارت له لوري د سرحدي کټارو ړنګول پاروونکی بللی او ویلي یې دي چې دا مسئله به له ډیپلوماتیکو لارو هواره کړي.

د یادونې ده، چې دغه اغزن تار پاکستاني لوري د ۲۰۱۷ زېږدیز کال په دوبي کې له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه لګول پیل کړل. ویل کیږي، چې د دې پروژې نږدې ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.

Trending

Exit mobile version