تازه خبرونه
کابل او اسلام آباد پر دوه اړخيزه اړيکو خبرې وکړي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
افغان پلاوي پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستانلهلومړي وزير نواز شريف سره کتلي.تېره ورځ د افغان حکومت یو لوړپوړی پلاوی له پاکستانيو چارواکو سره د سولې په تړاو د خبرو لپاره اسلام آباد ته تللی و.
په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت مشر برخه درلوده.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، دواړو غاړیو پر “دوه اړخيزه اړيکو او د گډې علاقه مندۍ پر چارو خبرې وکړي.
افغان پلاوي د پاکستان د ملي امنيت سلا کار سرتاج عزيز په مشرۍ له پاکستانيو لوریو سره پر هغو مسالو رسمي خبري هم کړي، چې د افغان لوري لپاره مهمې وې.
دغه پلاوی تېره ورځ ناوخته له پاکستاني چارواکو سره له لیدنو وروسته بېرته هېواد ته را ستون شو.