سوداگري
کابل او اسلام آباد پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت هوکړې ته ورسېدل
(Last Updated On: مرغومی ۲۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډه خونه څرګندوي؛ کابل او اسلام آباد هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزه سوداګرۍ او ترانزیتي چارو کې د اجناسو د تعرفې پر راټیټولو وهکړه کړې.
پاکستانيو رسنیو ویلي، چې افغانستان به د ترجیحی سوداګریزې هوکړې له مخې پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ۶۰ سلنه مالیه راکمه کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي؛ له پاکستان څخه پر پېنځه وارداتي مېوو او سبزیجاتو د مالیاتو پر کمولو هم هوکړه شوې ده.
پانګوالو ويلي، پاکستان د افغانستان په سوداګرۍ کې اړین ځای لري.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېر کال کې د یو میلیارد دالرو پر ارزښت توکي بهر ته صادر شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې یوازې پاکستان ته د ۷۴۴ میلیون دالرو پر ارزښت توکي صادر شوي دي.