تازه خبرونه
کابل او تهران د دوه اړخیزو همکاریو د نوې ستراتیژۍ پر جوړولو هوکړه وکړه
د ایران ګمرک ادارې ویلي؛ افغانستان او ایران هوکړه کړې، چې د دوه اړخیزو ستراتیژیکو همکاریو لپاره یو هر اړخیز اقتصادي سند چمتو کړي.
د ایران د ګمرکونو رییس مهدي میراشرفي ویلي، د سوداګرۍ آسانه کول، د ګمرکي معلوماتو تبادله، د سرحدي ستونزو حل او د ترانزیت پراختیا د ایران او افغانستان کاري لومړیتوبونه دي.
ښاغلي میراشرفي له افغان چارواکو سره له ویدیوي کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل: دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د ستراتیژیکې همکارۍ لپاره هر اړخیز ستراتیژیک اقتصادي سند چمتو کړي.
تهران تایمز راپور ورکړی، چې میر اشرفي د ایران، افغانستان او ازبکستان د نویو درې اړخیزو او د ایران، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان د څلور اړخيزو ترانزیت دهلیزونو په اړه ویلي: دا پروسه د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ته د ترانزیت آسانتیا لپاره د ایراني ګمرکونو ټینګ هوډ غواړي. دا کار د فارس خلیج او عمان خلیج له لارې نړیوالو اوبو ته آسانتیاوې رامنځته کوي.
هغه وویل، چې د چابهار بندر په اړه یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
میراشرفي زیاته کړې: د چابهار بندر د ایران له لارې د توکو د ترانزیت په برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم او ژوند بښونکی بندر دی او په وینا یې که افغان لوری غواړيو چې د ویزو او ترانزیت لګښتونه راکم کړي؛ نو د ایران له لارې به په ترانزیت کې د ګمرکي سرغړونو پر جزا له سره غور وشي.
د چابهار د اوبو بندر له سیمې سره د سوداګریزو موخو او اړیکو د زیاتولو لپاره افغانستان ته حیاتي ارزښت لري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
تازه خبرونه
بلجیم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د ګډون لپاره ویزه صادره کړه
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
بلجیم اعلان کړی، چې د اسلامي امارت پېنځه کسیز پلاوي ته یې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړوند ناسته کې یې د ګډون لپاره ویزه صادره کړې ده. دا لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د هغو د استازو کوربهتوب کوي.
د بلجیم بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ویزه یوازې د بلجیم لپاره او د یوې ورځې په موده کې اعتبار لري او د امنیتي لاملونو له کبله د سفر کره نېټه هم نه اعلانېږي.
رویټرز د دوه اروپايي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د دې پلاوي ویزه یوازې سېشنبې( د جون درویشتمه) لپاره اعتبار لري.
ویل شوي، اروپايي کمیسیون تېره میاشت د اسلامي امارت چارواکي بروکسل ته وربللي وه، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې ورسره وکړي.
اروپايي کمیسیون ټینګار کړی، چې دا ناسته یوازې تخنیکي ده او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لامرت ویلي، غړي هېوادونه د هغو کسانو د بېرته ستنولو لارې چارې ارزوي، چې سخت جرمونه یې کړي یا امنیت ته ګواښ بلل کېږي او دا ناسته هم په همدې تړاو جوړېږي.
د رویټرز له لوري د لیدل شوي لیک له مخې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته استول شوی؛ د خبرو اصلي محور د هغو افغان وګړو بېرته ستنول او بیا منل دي، چې په اروپايي ټولنه کې د استوګنې حق نهلري.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoاماراتو د ټولنیزو شبکو د کارولو عمر لږ تر لږه ۱۵ کاله وټاکه
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
