تازه خبرونه

کابل او تهران د دوه اړخیزو همکاریو د نوې ستراتیژۍ پر جوړولو هوکړه وکړه

Published

on

د ایران ګمرک ادارې ویلي؛ افغانستان او ایران هوکړه کړې، چې د  دوه اړخیزو ستراتیژیکو  همکاریو لپاره یو هر اړخیز اقتصادي سند چمتو کړي.

د ایران د ګمرکونو رییس مهدي میراشرفي ویلي، د سوداګرۍ آسانه کول، د ګمرکي معلوماتو تبادله، د سرحدي ستونزو حل او د ترانزیت پراختیا د ایران او افغانستان کاري لومړیتوبونه دي.

ښاغلي میراشرفي له افغان چارواکو سره له ویدیوي کنفرانس وروسته خبریالانو ته وویل: دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې د ستراتیژیکې همکارۍ لپاره هر اړخیز ستراتیژیک اقتصادي سند چمتو کړي.

تهران تایمز راپور ورکړی، چې میر اشرفي د ایران، افغانستان او ازبکستان د نویو درې اړخیزو او د   ایران، افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان د څلور اړخيزو ترانزیت دهلیزونو په اړه ویلي: دا پروسه د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو ته د ترانزیت آسانتیا لپاره د ایراني ګمرکونو ټینګ هوډ غواړي. دا کار د فارس خلیج او عمان خلیج له لارې نړیوالو اوبو ته آسانتیاوې رامنځته کوي.

هغه وویل، چې د چابهار بندر په اړه یې له افغان چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

میراشرفي زیاته کړې: د چابهار بندر د ایران له لارې د توکو د ترانزیت په برخه کې د افغانستان لپاره یو مهم او ژوند بښونکی بندر دی او په وینا یې که افغان لوری غواړيو چې د ویزو او ترانزیت لګښتونه راکم کړي؛ نو د ایران له لارې به په ترانزیت کې د ګمرکي سرغړونو پر جزا له سره غور وشي.

د چابهار د اوبو بندر له سیمې سره د سوداګریزو موخو او اړیکو د زیاتولو لپاره افغانستان ته حیاتي ارزښت لري.

Trending

Exit mobile version