تازه خبرونه
کابل ته د شمالي ولایتونو له روانو جګړو، سلګونه کورنۍ راتښتېدلي
په شمالي ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو له کبله سلګونه کورنۍ کابل ته تېتېدلي او تر شنه آسمان لاندې بې کوره او بې اوره د ژوندانه ترخې شپې او ورځې تېروي.
دا کورنۍ د کابل ښار د شمالي لوري د سرای شمالي او خیرخانې اړوند سیمو ته بې ځایه شوي او له حکومتي چارواکو څخه د مرستو غوښتنه کوي.
د آریانا نیوز خبریال، چې دغو سیمو ته تللی وايي؛ ډېري خلک له کندوز، تخار او بغلان ولایتونو څخه کابل ته راتښتیدلي دي.
دا کورنۍ وايي، چې د وروستیو روانو جګړو له کبله د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي؛ کورونو یې اور اخیستی، هر څه ترې پاتې او سرلوڅي او پښې لوڅي ترې راوتلي دي.
دا کورنۍ د سرپناه لپاره یوازې خېمې او کږدۍ لري.
دوی وايي، چې حکومت تر اوسه ورسره مرسته نده کړې او دوی له حکومته غوښتي، چې د دوی روانو ستونزو ته پام راواړوي.
د آریانا نیوز خبریال په ډاګه کړې؛ د بې خایه شویو خلکو لسګونه ماشومان، ښځې او سپینږیري لیدل کیږي، چې نه خواړه لري، نه د اړتیا وړ څښاک پاکې اوبه او درمل.
رحمت الدین نومی، چې له کندوز ولایت څخه راتښتیدلي؛ آریانا نیوز ته څرګندوي، چې طالبانو په کندوز ولایت کې له ملکي کورونو څخه د ډال په توګه کار اخیستی او د جګړې ډګر ترې جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې: په کندوز ښار کې وېره خپره شوې وه او مړي پر سړکونو هرې خواته پراته ول.
هغه وايي، چې دمګړۍ دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په دې موده کې یوازې د خیرخانې او سرې شمالي اوسیدونکیو دوی ته اوبه او ډوډۍ راوړي؛ خو حکومت تر اوسه له بې ځایه شویو سره مرسته نده کړې.
ملګرو ملتونو تېره میاشت په یوه راپور کې ویلي وه، چې په ټول افغانستان کې له تېرو اووه میاشتو راپدیخوا لږ تر لږه ۳۳۰ زره کسان د جګړو د زیاتېدو له کبله بې ځایه شوي دي.
لکه څنګه، چې د افغانستان په شمال او نورو ولایتونو کې جګړه مخ پر ډېریدو ده او همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم د راتلونکي بشري بحران په اړه خبرداری ورکړی او څرګندوي، چې د سولې یوې هوکړې ته نه رسیدل به ډېر نور خلک هم بې ځایه کیدو ته اړ کړي.
