سوداگري

کابل ته د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سفر

Published

on

Last Updated on: وری ۲۷, ۱۴۰۲

نن شنبه (د وري ۲۶ ) د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ او انسجام وزیر سیریک ژومانګارین کابل ته په خپل سفر کې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو سره وکتل.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي له ژومانګارين سره په خبرو کې ويلي؛ په افغانستان کې د پانګې اچونې ښه فرصتونه شته.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ٩٠٠ ميليون دالرو ته لوړه شوې ده.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکولو په بهیر کې د اسانتیا رامنځته کولو غوښتنه وکړه.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ويلي، چې له افغانستان سره يې د هېواد اړيکې له ډېر وخت راپدیخوا ټينګې دي او په سختو شرايطو کې يې هم خپل سفارت پرانستى دى.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ ژومانګارین ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یې له ځان سره د سوداګرو یوه ډله هم کابل ته راوستې ده.

هغه دا هم ویلي، چې افغانستان د ترانزیت له پلوه په ځانګړي موقعیت کې دی او د منځنۍ او سویلی آسیا د نښلولو لار ده.

هغه زياته کړې، چې هېواد يې غواړي افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې له سيمې سره ونښلوي.

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره هم ژومانګارین وکتل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګرۍ د کچې د درې میلیارد دالرو پر لوړولو، د ترانسپورتي بېخبناوو، د اوسپنې پټلۍ، سیمه ییز اتصال او د افغانستان په کاني زیرمو کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سمرقند غونډې په څنډه کې د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره ځانګړې ناسته ترسره کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد وايي، په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

امیر خان متقي ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې د «افغان- ترانس» اوسپنې پټلۍ پروژه پیل کړي او دا پروژه به د سیمې د اقتصادي پیوستون لپاره پوره ګټوره وي.

Trending

Exit mobile version