تازه خبرونه

کابل ته د نغدي بشري مرستو د رالېږلو په اړه د اسلامي امارت څرګندونې ګمراه کوونکې دي – یوناما

Published

on

یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د افغانستان بانک د اعلان په غبرګون کې ویلي، چې د نغدي ټولګې په اړه د ملګرو ملتونو له ټولنې پرته د نورو بنسټونو اعلانونه بې ګټې او ګمراه کوونکي دي.

د افغانستان بانک د شنبې پر ورځ د مرغومي ۲۴ په ډاګه کړې، چې افغانستان ته د ۴۰ میلیون دالرو یوه ټولګه را رسیدلې او په کابل کې یوه خصوصي سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.

له هغې وروسته، چې اسلامي امارت په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، کابل ته د مرستو رسولو لړۍ له یوې میاشتې راپدیخوا وځنډول شوه.

یو شمېر مرستندویه موسسو اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د ښځو د کار د بندېدو له کبله خپل فعالیتونه درولي دي.

یوناما وايي، چې د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان ته رالېږل شوې نغدي مرستې د دغې ټولنې په حسابونو کې په ځانګړي یا خصوصي بانک کې ساتل کېږي او د ملګرو ملتونو د ادارې لخوا میلیونونه افغانانو ته د بشري مرستو په برخه کې کارول کېږي.

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر ټینګار کړی، چې افغانستان ته د نغدو پیسو د لېږد تر ټولو مهم لامل د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راپدیخوا د نړیوالو بانکونو په راکړه ورکړه او د نغدو د ستونزو په برخه کې د ګډوډۍ رامنځته کېدل دي.

یوناما له دې مخکې ویلي وه، چې د ۲۰۲۱ ز. کال له دسمبر راپدیخوا د دغې ټولنې او د هغې د شریکانو د فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره شاوخوا یو اعشاریه ۸ میلیارد دالره نغدي پیسې افغانستان ته رالېږدول شوې دي.

ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه وايي، چې د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د ښځو پر کار؛ بندیز د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسولو ته زیان رسوي. دغو سازمانونو په پرلپسې توګه له اسلامي امارت څخه د ښځو پر کار او زدکړو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې؛ خو اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په غبرګون کې ویلي، چې اسلامي شریعت نافذوي او نړیواله ټولنه باید اسلامي احکامو ته درناوی وکړي.

Trending

Exit mobile version