تازه خبرونه
کابل ته راغلي مالیزیایي پلاوي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ څرګند کړ
کابل ته راغلي د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو استازو، د مالیزیا صدراعظم د دفتر سلاکارانو او د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره وکتل.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل ته د راغلي مالزیایي پلاوي ځانګړې استازې میرمن داتو دوکتور شازلینا د افغانستان سیاسي وضعیت مثبت ارزولی او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراحتیا ډاډ څرګند کړ.
هغې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د مالیزیا یو سوادګریز پلاوی هم افغانستان ته سفر وکړي.
میرمن داتو دوکتور شازلینا زیاته کړې: مالیزیا هوډ لري، چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکیو لپاره د محاسبې او پراختیا او په دې برخه کې د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په اړه له افغانستان سره همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په یادو برخو کې یې له افغانستان سره د مالیزیا له لیوالتیا او همکاریو د مننې تر څنګ ویلي، چې افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډګر کې متوازن او اقتصاد محوره بهرنی سیاست تعقیبوي او له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو سره يې ښې اړيکې ټينګې کړې دي.
هغه وایي: په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د فرصتونو له شتوالي ډاډ څرګند او زیاتوي، چې افغانستان د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لیواله دی.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان او مالیزیا د ولسونو او حکومتونو ترمنځ شته ډیپلو ماټیکي، دیني، کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراخوالي په حال کي وبللې او د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت، د بشري مرستو په ځانګړي ډول د هرات د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مالیزیا هېواد له مرستو مننه وکړه.
نوموړي د مالیزیا له حکومت څخه د هغو ۳۰۰۰ افغانانو لپاره، چې اوسمهال په مالیزیا کې ژوند کوي، د روغتیا او زدهکړو د زمینې او اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.
دا په دایې حال کې ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مالیزیا له دولتي پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې لاسته راوړنې لري او د سیمې په ګډون نړۍ د افغانستان په اړه اندېښمنه نده.
