سوداگري
کابل ته نغده ۴۰ میلیون دالر بشري مرسته راورسېده
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ورځ کابل ته کابل ته نغدې ۴۰ میلیون دالر بشري مرسته راورسېده.
له دې مرستې یوازې دوه ورځې مخکې هېواد ته ۴۰ میلیون دالر رارسیدلي وه، چې د افغانستان بانک یو خصوصي باک ته سپارلي دي.
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې دا نوې رارسېدلې نغده ټولګه هم د هېواد یو سوداګریز بانک ته لېږدول شوې ده.
د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی، چې افغانستان ته له اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي، چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.
د افغانستان بانک د پخواني حکومت له ړنګیدو راپدیخوا د یو میلیارد دالرو څخه ډېرې بشري نغدي مرستې ترلاسه کړي.