سوداگري
کابل ته یوه بله ۳۲ میلیون ډالري کڅوړه راورسېده
د افغانستان بانک په ډاګه کړې، چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن( یکشنبه د وري ۲۸ ) د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نوې نغده مرسته را ورسېده.
د افغانستان بانک د څرګندونو له مخې؛ افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا درویشتم ځل دی، چې نغدي مرستې راځي او د افغانستان یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
د افغانستان بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د هر کلي تر څنګ له نړیوالې ټولنې غواړي، چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري، چې نړیواله ټولنه به هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته وکړي او د بانکي اړیکو د آسانتیا په برخه کې به همکاري وکړي.