تازه خبرونه

کابل د پاکستان په تاوریخجنو پېښو کې لاس نلري – افغان چارسمبال

سردار احمد شکېب په اسلام‌آباد کې د سيمه‌ييزو څېړنو مرکز په يوه سيمينار کې ويلي: مونږ په پاکستان کې بې ثباتي نه‌غواړو. شاید ځینې خلک له پولې تېر شي؛ خو د افغانستان چارسمبالی حکومت په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې هیڅ راز لاس نلري.

Published

on

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت چارسمبال استازي ویلي، چې افغان سمبالی حکومت په سيمه كې امن٬ سلامتيا او ثبات غواړي او د پاکستان په تاوتریخجنو پېښو کې لاس نلري.

سردار احمد شکېب په اسلام‌آباد کې د سيمه‌ييزو څېړنو مرکز په يوه سيمينار کې ويلي: مونږ په پاکستان کې بې ثباتي نه‌غواړو. شاید ځینې خلک له پولې تېر شي؛ خو د افغانستان چارسمبالی حکومت په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې هیڅ راز لاس نلري.

هغه په دې اړه، چې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون کومه نوې خبره نده؛ څرګنده کړې: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د خبرو له لارې دې ستونزې ته د حل لار ومومي.

نوموړي زیاته کړې پاكستان او افغانستان دواړه د امنيتي ناخوالو سره مخ دي او په سيمه كې امن٬ سلامتيا او ثبات زمونږ هيله ده۔

شکیب د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت د امنیتي اندېښنو په اړه په ډاګه کړه: کابل هڅه کوي اسلام‌آباد قانع کړي، چې “ځینې غیر دولتي عناصر په پاکستان کې دننه د نفوذ په لټه کې دي”.

شکیب ټینګار وکړ، چې د افغانستان پالیسي روښانه ده او د غیر دولتي عناصرو ملاتړ نه‌کوي.

سردار احمد شکیب د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په اړه ویلي، چې دې پروژې د سیمې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړي، چې افغانستان ته هم ګټه رسولی شي.

ده همداراز څرګنده کړې، چې د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان ګډون نه یوازې د هېواد په بېخبناوو کې پانګونه زیاتوي، بلکې د سیمې هېوادونه هم له یو بل سره نږدې کوي.

شکیب ویلي: مونږ باور لرو، چې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې همکارۍ کولی شي د سیمه‌ییزو همکاریو نوی پېر پیل کړي.

هغه پاکستان د افغانستان یو له مخکښو سوداګریزو شریکانو څخه یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتولو ژمنه یې وکړه.

شکیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو په برخه کې وروستۍ ننګونې تائيد کړې او وایي، چې افغانستان د اقتصادي اړيکو د بېرته رغولو هڅې کوي.

د اسلامي امارت دغه ډیپلومات پر امنیتي مسایلو سربیره د لویدیځ بندیزونه، د لارو بندیدل، د ګمرکي تاسیساتو محدودیت، د تعرفو ناڅاپي او یو اړخیز زیاتوالی او د بار وړونکیو موټرو پرله‌پسې پلټنه د سوداګرۍ پر وړاندې لوی خنډونه ونومول.

هغه دغه راز د دواړو حکومتونو ترمنځ د سوداګريزو بېخبناوو په برخه کې د پانګونې، د ګمرکي کړنلارو په ساده کولو، د سوداګريزو تاسيساتو د پياوړتيا، د ټرانسپورټي اړيکو د پراختيا، د متقابل باور په رامنځته کولو او د اوږدمهاله سوداګريزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ډيپلوماټيکو خبرو اترو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر باثباته ډیپلوماټیک تعامل او د سولې او امنیت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو لپاره د باثباته بېخبناوو رامنځته کول یوه بله د ټینګار وړ موضوع وه.

دغه راز د سیمه‌ییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ استازي جوهر سلیم د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي هوساینې لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.

جوهر سلیم ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول ناامني او د ترهګرۍ د رامنځته کېدو د مخنیوي نشتوالی به د سیمې د اقتصادي همکاریو او د ټولې سیمې د سوکالۍ مخه ونیسي.

د اسلامي امارت د چارواکو یادې څرګندونې په داسې حال کې راپورته کيږي، چې اسلام‌آباد په ځلونو د افغانستان چارسمبالی حکومت د تحريک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورن کړى او پاکستانيو چارواکو ادعا کړې، چې وسلوال بريدونه له افغانستان څخه پلانیږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي، چې دوی د پاکستان د ناامنیو مسوول ندي.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې د افغانستان له لوري د ګواښونو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل شوې ده.

Trending

Exit mobile version