کوید۱۹

کابل ښاروالي د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ښاري بسونه دروي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۷, ۱۴۰۰)

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې بنسټ ښاري بسونه به د غبرګولي میاشتې پر ۲۹ د کرونا ویروس د مخنیوي له کبله خپل تګ راتګ د لنډ وخت لپاره ودروي.

ښاروالۍ پدې اړه ویلي؛ هغه ښاري بسونه، چې د نوې کارتې او احمد شاه بابا مېنې د اړوند پروژې پر لارو تګ راتګ کوي؛ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره له راروانې شنبې، چې د غبرګولي له ۲۹ سره برابره ده ښاري تګ راتګ د لنډ وخت لپاره دروي.

ښاروالۍ زیاته کړې، چې د ښاروالۍ د دغو بسونو ښاري تګ راتګ به د کرونا ویروس د له منځه وړلو ورسته پوره پراخه شي.

دې بنسټ له کوچنیو موټرچلوونکیو هم غوښتي، چې د مسافرینو د لېږد شمېر دې کم کړي.

دغه راز ښاروالۍ له خلکو هم وغوښتل، چې ټولنیز واټن ته درناوی وکړي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

“کابل ښاروالۍ زیاته کړې؛ د ټولو هېوادوالو روغتیا ساتنه او ترې څارنه زمونږ دنده ده. ټولنیزو واټنونو او روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه، نه یوازې ځان ژغورنه ده، بلکې د شاوخوا نورو خلکو خونديتوب هم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې کرونا ویروس په ټول هېواد کې خپور شوی او پرون په ټول هېواد کې د دغه ویروس له کبله ۹۴ کسان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version