تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د زورواکانو، غاصبانو او پوروړیو پر وړاندې کم ساري اقدامات پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښاروالۍ سرپرست وايي، یږ شمېر زورواکانو، غاصبانو او پوروړیو ته یوه اوونۍ وخت ورکړ شوی، چې  خپل ناقانونه اقدامات پای ته ورسوي؛ له دې پرته به یې ودانۍ او ځایونه وتړل شي.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، پر خلکو یې پورونه له څلور میلیارد افغانیو اوړي.

د کابل ښاروال سرپرست عبدالله حبیب زی وایي، دغه اداره له دولتي ادارو، اشخاصو او نادولتي شرکتونو څه باندې څلور میلیارد افغانۍ غواړي.

حبیب زی زیاته کړې؛ که پوروړي یې ژر پور ورنکړي، امکان لري، چې فعالیتونه یې بند شي.

د ځمکو غصب بله ستونزه ده، چې د کابل ښاروالۍ سرپرست پرې اندیښنه لري.

کابل ښاروال عبدالله حبیب زی وایي؛ د کابل ښاروالۍ ټولو له قانون سرغړوونکیو ته خبرداری ورکوي، چې که تر یوې اوونۍ خپلې ناقانونه کړنې پای ته ونه رسوي د پولیسو، عدلي او قضایي مامورینو له سخت چلند سره به مخ شي.

 د کابل امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي هم ژمنه کوي، چې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په تطبیق کې به همکاري وکړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست وایي، چې باید ښار کې د خپلسرو ودانیو کارونه ودریږي، له دې پرته به یې کار په زور ودرول شي او تعمیرونه به یې هم وران شي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا مهال د کابل ښار په اړوند ناحیو کې ۱۰۶ ودانۍ په خپلسري توګه د جوړیدو په حال کې دي.

Trending

Exit mobile version