سیمه ییز خبرونه

کابل ښاروال بايد له دندې ګوښه او لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرګې د كابل ښاروال د استجواب پرېكړه وكړه. د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون وايي، چې د دوى له خوا شوې څېړنې ښيي، چې كابل ښاروالۍ د غېر قانوني ځمكو د وېش او لوړ پوړو ودانيو په جوړولو كې لاس لري.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون د كابل ښاروالۍ په اړه شوې څېړنه په دغه جرګه كې د لفظي شخړې لامل شوه.

صاحب خان د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون غړى وايي، چې كابل ښاروال محمد يونس نواندېش په ډېرو لوړ پوړو ودانيو كې لاس لري، خو د جرګې يو شمېر نورو پرې تند غبرګون وښود.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون رئيس قيس حسن  وايي:

په كابل ښار كې د لوړ پوړو ودانيو په اړه د څېړنې د پېل پروخت د كابل ښاروالۍ له خوا ورته ګواښونه وشول.

په ولسي جرګه كي د كابل د خلكو استازي عبدالقادر ځاځي او شېر ولي وردك هم وايي، چې  دوی داسي اسناد لري، چي كابل ښاروال ځمكه غصب كړې او خپلې كورنۍ ته يې هم ډېرې نمرې وېشلې دي، نو هغه بايد له دندې ګوښه او لويې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.

ولسي جرګې تر بحث وروسته پرېكړه وكړه، چي په راتلونكي اوونۍ كي كابل ښاروال محمد يونس نواندېش په دې اړه ولسي جرګي ته استجواب كړي.

موږ وغوښتل، چې په دې اړه د كابل ښاروالې نظر هم ترلاسه كړو، خو د ښاروالې مسئولين وايي، چې ښاروال له هېواده بهر تللى دى.

Trending

Exit mobile version