تازه خبرونه
کابل ښاروال: د ولسي جرګې رئيس او ځینې غړي یی د ځمکو غاصبین دي
كابل ښاروال ادعا كوي، چې د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي، د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد، قيس حسن، او فرهاد صديقي په افغانستان كې د ځمكو غاصبين دي.
په كابل ښار كې په دې وروستيو كې د ولسي جرګې د ځينو غړو او كابل ښاروال تر منځ لانجه روانه ده.
كابل ښاروال د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي او د ولسي جرګې غړي قيس حسن، الله ګل مجاهد او فرهاد صديقي د ځمكو غاصبين او د خلكو وژونكي بولي.
کابل ښاروال همدارنګه وايي، د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د كابل ښار په دريم پروان كې يو اپارتمان لري او له يوې مودې را په دېخوا نوموړى له ده غواړي، چې ورته نورې ځمكې هم برابرې كړي.
ښاغلى نوانديش زیاته کړه، عبدالروف ابراهيمي د ولسمشر امر اخيستى دا ځمكه يي نيولې خو پر دې يي قناعت نه دى كړى او اوس د نورو ځمكو د تر لاسه كولو په هڅه كې دى.
ښاروال همدارنګه ووېل، د ولسي جرګې رئيس په شېرپور يا وزير اكبرخان سيمو كې نمرې غواړي يا هم د احمدشاه بابا په ښارګوټي كې ۱۵ نمرې.
ښاروال زیاتوي، قيس حسن،الله ګل مجاهد او فرهاد صديقي هم دځمكو غاصبين دي، قيس حسن دوه ښارګوټي لري، چې د دواړو ځمكې يي غصب شوي، د ميرويس او ګلوبل ښارګوټي.
ولې ښاروال مخكې له دې د دې كسانو په باب خبرې نه كولې.
هڅه مو وكړه، چې په دې اړه د ولسي جرګې د رئيس نظر هم واخلو خو بريالي نه شو.
د سې شنبې په ماسپښين د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي د اعتصاب كوونكو وكيلانو خيمې ته ورغى خو رسنيو سره يي خبرې ونه كړې.
خو د ښاروالي پر وړاندې د ولسي جرګې اعتصاب كوونكو غړو، چې کیږدۍ( خيمه) درولې، د ښاروال په باب هم خبرې لري.
دوی ښاروال د واټونو د جوړولو په تړونونو كې په ناوړه مالي استفادو تورنوي.
دا چې اصلي غل څوك دى، دا پوښتنه به كابل ښاريانو ته پرېږدو، ځكه هغوی د كابل ښار او ولسي جرګې روان وضعيت ته په پام سره اصلي غل پېژني.