تازه خبرونه

کابل ښاریانو د مکرون د اسلام دښمنۍ پر وړاندې لاریون وکړ

Published

on

په کابل کې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د جنجالي څرګندونو او اسلام د ښمنۍ پر ضد د چارشنبې پر ورځ پراخ ښاري لاریون تر سره شو.

لاریونکوونکیو په کابل ښار کې د فرانسې فرهنګي مرکز مخې ته مرګ پر فرانسې او مکرون چغې راپورته کړې.

د کابل یو شمېر زدکوونکیو هم د مکرون د څرګندونو پر ضد لاریون وکړ.

د افغانانو دغه لاریون د چارشنبې پر ورځ هغه مهال رامنځته شو، چې د فرانسې ولسمشر مکرون د فرانسوي ښوونکي د سرغوڅولو په اړه غبرګون وښود، چې د بیان د آزادۍ په اړه د یوه درس په ترڅ کې یې د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم کارتوني ښودلی و.

د دوشنبې پر ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسوي توکو د تحریم غوښتنه وکړه.

اردوغان د مکرون پرضد تور پورې کړ او د دوشنبې پر ورځ یې وویل: هیڅکله د فرانسې لیبل شويو توکو ته اعتبار مه ورکوئ او مه ی اخلئ.

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس قطر او کویت کې هم فرانسوي توکي د سوپر مارکیتونو له الماریو څخه راخیستل شوي او په سوریه کې خلکو د مکرون عکسونه او فرانسوي بيرغونه یې سوځولي دي.

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان له فرانسې غوښتي، چې خپلې بېلتون غوښتونکې تګلارې له سره وارزوي او اسلام دښمني پریږدي او په نړۍ کې له ۱.۵ بیلیون د ډېرو مسلمانان له احساساتو سره لوبې ونکړي. مونږ د پیغمبر حضرت محمد ص سپکاوی او د مسلمانانو پر احساساتو سیستماتیک برید غندو.

Trending

Exit mobile version