تازه خبرونه

کابل ښاریانو د کال وروستۍ چهارشنبه د شعر او ترانو په ځانگړیو مراسمو تېره کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

کابل ښاریانو د روان کال وروستۍ چارشنبې ته د ځانگړیو او له نویو هیلو سره یو ځای مخه ښه وویله.

د خراسانیانو د انجمن رییس وایي:

د کال وروستۍ چارشنبه، چې چارشنبه سوري هم ورته ویل کیږي، یو ځل بیا را ژوندۍ شوې او په ځانگړیو مراسمو یې نمانځو.

په کابل کې شمېر کورنۍ، ښځې، ځوانان روان کال ته د مخې ښۍ او نوي کال ته د هرکلي ځانگړي مراسم په ځای کوي او هیله لري، چې نوی کال یې له خوښیو ډک وي.

لیکوال او شاعر کاوه جبران وایې:

له داسې هڅو هم اندېښمن يو، چې غواړي د نوروز جشن پیکه کړي.

شاعر رامین مظهر وایې، څه ناڅه دوه کاله کیږي، چې د افغانستان په کابل او یو شمېر شمالي او لویدیځو ولایتونو کې له دغو ورځو ځانګړې یادونه کیږي.

خبریال سهراب سامانیان وایي، پخوانیو اریایانو به د کال وروستۍ لس ورځې نوی کال ته د هرکلي د جشن په توگه نمانځه. دوی به د کال پېنځه وروستۍ ورځې د اورونو په بلولو تېرولې، چې د روښنايي او گرمۍ بيلگه یې بلله.

داسې ویل کیږي، چې د نوروز جشن له دري زرو کلونو راهیسې په افغانستان کې نمانځل کیږی.

د یادوني وړ ده، چي افغانستان د نوي کال لومړۍ ورځ نوروز ته او دوه یمه ورځ د دهقان ورځې ته ځانگړې کړې، چې دا دواړه ورځې عمومي رخصتي اعلان شوي دي.

خبریاله: فرحناز فروتن.

Trending

Exit mobile version