تازه خبرونه

کابل ښاریان په یوه ورځ کې درې چاودنو اندېښمن کړل

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۳۰, ۱۳۹۹

کابل ښاریان نن (دوشنبه د مرغومي ۲۹) د ښار په ۳، ۶ او ۱۱ ناحیو کې د نښلیدونکیو ماینونو درې چاودنو اندېښمن کړي دي.

یو نښلیدونکی ماین د کابل په درېیمه امنیتې حوزه کې د اترا د کارمندانو پر موټر چاودېدلی، چې ورپسې د ولسمشر لومړی مرستیال ته نږدې د ابراهیم عاصم پر موټر د کابل د یوولسمې حوزې په اړوند سیمه کې وچاږدېد اودغه راز له غرمې وروسته هم پر یو کرولا موټر د چار کلا په اړوند سړک کې ماین چاودنه وشوه ، چې له کبله یې یو کس مړ او یو شمېر نور ټپیان شول.

د کابل په درېیمه ناحیه کې د ملي شورا پر سړک لومړی برید د اترا پر کارمندانو وشو، چې ځانتي زیان یې نه درلود.

د پېښې شاهد محمد سرور ویلي؛ هره ورځ وژنې دی، دا چارواکي له وخت تېرولو پرته نور څه کوي؟

د کابل بل اوسیدونکي فهیم توخي ویلي: زه دلته په کراچۍ سوپ پلورم. کله، چې نښلیدونکی ماین وچاودید؛ ورسره زما دغه سوپ پلورنځی هم ویجاړ شو.

دوه یمه چاودنه د کابل د خیر خانې په اړوند سیمه کې رامنځته شوه؛ د ولسي جرګې د غړي زلمي نوري د ورور او د ولسمشر د لومړی مرستیال امرالله صالح د نږدې کس ابراهیم عاصم پر موټر د یوولسمې   حوزې اړوند په نهضت کوڅه کې رامنځته شوې، چې ځاني زیان یې نه درلودل.

درېیمه چاودنه له غرمې وروسته ۴:۳۵ د چادهي د چار کلا په سړک کې پر یو شخصي کرولا موټر رامنځته شوې، چې یو کس یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

په پلازمېنه او نورو لویو ښارونو کې د ډېریدونکيو ناامنیو، چاودنو او وژنو سره همهاله د پاسپورټ د ترلاسه کولو او افغانستان پریښودو لپاره یو ځل بیا اوږدې لیکې او قطارونه جوړ شوي دي.

د پکتیا اوسیدونکی مومن نومی وایي: امنیت او کاروبار نشته؛ هره ورځ وژنې دي او غواړم بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شم.

د کابل اوسيدونکې ثريا هم له امنیتي وضعیته اندېښمنه ده او څرګندوي: ناامني زياته شوې ده. زما کورنۍ ډېره اندېښمنه ​​ده او مونږ هم پوهنتون ته ځو؛ خو وېرېږو، چې پر پوهنتون به بيا بريد وشي.

د موخه ییزو وژنو د ډېریدو په غبرګون کې د ولسمشر لومړي مرستیال او د کابل امنیتي مسوول امرالله صالح ویلي؛ نیول شوي طالبان باید اعدام شي، چې طالبانو ته درس ورکړشي؛ خو طالبانو د نوموړي د څرګندونو په ځواب کې ويلي؛ که طالب بندیان اعدام شي، غبرګون به مو بیا بل ډول وي.

که څه هم د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د سهار د شپږنیمو بجو د ناستو بهیر د کابل د امنیت خوندي کولو لپاره هره ورځ روانې دي؛ خو کابل ښاریانو ويلي، چې امنیتي چارواکي باید ژر تر ژره په کابل کې د خرابېدونکي امنیتي وضعیت د څارنې لپاره عملي کړنې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version