سوداگري
کابینې د راتلونکي مالي کال د بودجې مسوده تصویب کړه
(Last Updated On: لړم ۱۵, ۱۳۹۹)
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې د ولسمشر په مشرۍ د هېواد کابینې تېره ورځ (چارشنبه د لړم ۱۴) د راتلونکي مالي کال د بودجې مسوده، چې د روان کال له مرغومي پیلیږي؛ ومنله.
د کابینې په دې ناسته کې ولسمشر غني د ولسمشرۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې څانګې چارواکو ته لارښوونه وشوه، چې د کابل پوهنتون ملي حقوقي روزنیز مرکز د رغونې چارې تر سره کړي.
دغه مرکزد دوشنبې پر ورځ د داعش جنګیالیو په برید کې لږ څه ویجاړ شوی دی.
د هېواد د نافذه قوانینو له مخې، دا مسوده به د کابینې له تصویب وروسته ملي شورا ته د تصویب لپاره واستول شي.