تازه خبرونه

کاري ګړۍ اوږدول مرګوني دي – ډبلیو اچ او

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۰)

د روغتیا نړیوالې ټولنې (ډبلیو ایچ او) نن (دوشنبه د غوایی ۲۷) په ډاګه کړې؛ هر کال زرګونه خلک د اوږدو ګړیو د کار په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او دا بهیر د کرونا ویروس له خپریدو سره ګړندی شوی دی.

د دغې ټولنې د څېړنو له مخې؛ په نړۍ کې له ۱۰ کسانو څخه یو یې په اوونۍ کې ۵۵ ګړۍ یا ترې ډېر کار کوي.

د دغې څېړنې څرګندونې ښیي، چې په ۲۰۱۶ زېږدیز کال کې له ۷۴ زره ډېرو کسانو د اوږدو کاري ګړیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پوهنتون پروفیسر جیان لی په دې اړه ویلي: مونږ وموندله، چې په اوونۍ کې ۵۵ ګړۍ یا ترې ډېر کار کول له ۱۰ کلونو وروسته ۱۷ سلنه د زړه ناروغي ډېروي. دغه څېړنه په ټوله نړۍ کې د ۲۲ ډلو د ۳۴۰۰۰۰ برخوالو د ګډون پر بنسټ تر لاسه شوې ده. مونږ دا هم وموندله، چې په اوونۍ کې ۵۵ ګړۍ یا ترې ډېر کار کول ۳۵ سلنه د مغزي سکتې خطر ډېروي.

د دې ټولنې څېړنې ښیې، چې له ۲۰۱۶ زېږدیز کاله د نړۍ نږدې ۴۸۰ میلیون کسانو په اوونۍ کې له ۵۵ ګړیو ډېر کار کوي او په یو شمیر هېوادونو کې د قرنطین له پیله دا شمېر ۱۰ سلنه لوړ شوی دی.

د حافظې تخنیکي ماهر فرنګ پګاه ویلي: که مونږ په رښتیا ډېرې ګړۍ کار وکړو؛ نو د لنډې مودې کار کولو او ښه کار کولو په پرتله به مونږ له ډېر فشار او لږ کار سره مخ شو. دا به مو هوښیاري وي، چې د کاري بهیر ګړۍ ډېرې نکړو.

د کمپیوټر کیبورډ لمس کول او د ساعتونو لپاره د دفتر په څوکۍ کې ناسته یو داسې انځور دی، چې ډېري ورسره بلد دي؛ خو هر کال د اوږدې مودې کار ترسره کول په سلګونه زره انسانان وژني.

Trending

Exit mobile version