تازه خبرونه

کارپوهان: افغانستان دې ملګرو ملتونو ته له پاکستان شکايت وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېر کارپوهان په دې باور ديچې که افغانستان د پاکستان په خاروه کې د ملا منصور د وژل کېدو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د دغه هېواد د لاسوهنو له کبله ملګرو ملتونو ته شکایت ونه کړي، به زیان وویني.

 دوی وايي چې پاکستان باید په وارسا غونډه کې په رسمي توګه له نړیوالو او په ځانګړې توګه له امریکا وغواړي چې له پاکستان سره خپلې پوځې مرستې بندې کړي.

په پاکستان کې د طالبانو د رهبر له وژل کېدو سره یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې له ترهګرو سره د پاکستان راشه درشه او مرسته په ډاګه شوه. دوی وايي چې افغان دولت باید په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لاسوهنې له کبله شکایت وکړي.

سیاستپوه نصرالله ستانکزی وايي:”دا ډېره مهمه ده چې په پاکستان کې د ملامنصور له وژل کېدو وروسته افغانستان په نړيواله ټولنه او ملګرو ملتونو کې شکايت وکړي او دا هېواد تر فشار لاندې راولي.”

په دې هکله مو هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم تر لاسه کړو، خو بریالي نه شوو او بهرنیو چارو وزارت هم په دې هکله له څه ویلو ډډه کړې ده.

کارپوهان زياتوي چې افغانستان باید د وارسا په غونډه کې په پاکستان د پوځي مرستو د بندیز او د ترهګرو ډلو په ځپلو ټيڼګار وکړي.

حقوقپوه ودیر ساپی وايي:”ټولو ته ثابته شوه چې پاکستان د ترورېزم اصلي ملاتړی دی، بايد چې امريکا په دې هېواد خپل فشار ډېر کړي، که په پاکستان کې د ترورېزم ځالې ونه نړول شي واشنګټن به هم امنيت ونه لري.”

اوس امریکا هم په دې پوه شوې چې پاکستان د وسله والو طالبانو ستراتیژیک ملګری هېواد دی. په پاکستان کې د وسله والو طالبانو د وژل شوي رهبر ملا منصور له پاره د فاتحې مراسم نیول شوي وو. یو شمېر پاکستانیانو لاریونونه وکړل او د امریکا د دغه کارد غندلو تر څنګ یې د امریکا بیرغ ته اور واچوه.

Trending

Exit mobile version