تازه خبرونه

کارپوهان: افغان حکومت نه دی توانېدلی خپلې ژمنې عملي کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان حکومتي چارواکې تراوسه نه دي توانیدلې هغه ژمنې چې د ټاکنیزو کمپاینونو او د تحلیف مراسمو په لړ کې یې کړې، عملې کړي.

یو شمیر افغان کارپوهان د دي مطلب په څرګندولو سره وایې، له فساد سره مبارزه، د امنیت ټینګښټ، په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات او د نوې کابینې پیژندل د چارواکو له عمده ژمنو څخه وې چې نه دي عملي شوي؛ خو وایې نوی حکومت په خپل بهرنی سیاست کې په فعاله توګه عمل کړی دی.

په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاحات یو له نورو عمده ژمنو څخه و چې د ملې وحدت د حکومت لخوا عملې بڼه ځانته نه دی غوره کړی.

که څه هم چارواکې وایې، چې د کابینې له رامنځ ته کیدو وروسته به پردې مسالې هم کار پیلیږي؛ خو د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ رییس نعیم ایوب زاده پر دي اند دي که چیري په ټاکنیز نظام کې سمونونو رامنځ ته نه شي د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې بې معنا وي.

په ورته وخت کې د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی او ځینې نور په دي باور دي چې په اوسنی حکومت کې له کورنیو شته ستونزو سره سره بیا هم دغه حکومت په بهرني سیاست کې بریالی دی.

د ملې وحدت د حکومت له بهرنې سیاست څخه خوښې او رضایت په داسي حال کې ده چې پاکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غنې له سفر وروسته، پر افغانستان د دي هېواد راکیټې بریدونه درول شوي دي.

د چین هېواد چمتو دی تر څو د سولې په خبرو کې همکاري وکړي او د لندن په کنفرانس کې هم له افغانستان سره د همکاریو جدي ژمنې شوې دي.

Trending

Exit mobile version