تازه خبرونه
کاسا ۱۰۰۰ سیمهییزه پروژه په هېواد کې دننه له پام وړ پرمختګه برخمنه ده
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د هېواد د انرژۍ ظرفیت لوړولو کې بنسټیز رول لوبوي او د افغانستان خلکو ته د ځانبسیاینې پر لوري د پام وړ زیری وړاندې کوي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې د هېواد په شمالي، شمال ختیځو او ختیځو ولایتونو کې کاسا-۱۰۰۰ سیمهییزې پروژې د پام وړ پرمختګ کړی، چې ورسره به نه یوازې جنوبي آسیا ته د برښنا لېږد زمینه برابره شي، بلکې هر کال افغانستان ته په میلیونونو ډالر عاید هم راوړي.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د ملي اقتصاد په پیاوړتیا او د هېواد د انرژۍ ظرفیت لوړولو کې بنسټیز رول لوبوي او د افغانستان خلکو ته د ځانبسیاینې پر لوري د پام وړ زیری وړاندې کوي.
کاسا ۱۰۰۰ برښنا لېږد پروژه هغه پروژه ده، چې له قرغزستان او تاجکستان څخه به ۱۳۰۰ میګاواټه برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولېږدوي.
د کاسا ۱۰۰۰ برښنا لېږد پروژې آسانتیاوې به په افغانستان کې د کندوز له شېرخان بندر څخه تر ننګرهارـ تورخم پورې، چې ۵۸۰ کیلومټره اوږدوالی لري؛ بشپړه شي.
ټاکل شوې، چې د برښنا رسولو دا مهمه پروژه به د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال تر پایه بشپړه شي.