سیمه ییز خبرونه
کاسا-۱۰۰۰ پروژه به په ۲۰۲۷ ز.کال کې پیل شي
د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزیر دلیر جمعه اعلان کړی؛ کاسا-۱۰۰۰ نړیوال برښنا لېږد پروژه، چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي؛ تر ۲۰۲۷ پورې په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزیر ویلي؛ کاسا-۱۰۰۰ پروژه، چې له هېواد او قرغزستان څخه به افغانستان او پاکستان ته برښنا لېږدوي؛ تمه ده، چې په ۲۰۲۷ کال کې به په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزیر دلیر جمعه اعلان کړی؛ کاسا-۱۰۰۰ نړیوال برښنا لېږد پروژه، چې مرکزي آسیا له سویلي آسیا سره نښلوي؛ تر ۲۰۲۷ پورې په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د تاجکستان د انرژۍ وزیر ټینګار دا ټینګار هم کړې، چې په تاجکستان او قرغزستان کې د رغونې کار بشپړ شوی او پاکستان هم پخپله بېخبنا(زیربنا) کار کوي. تمه ده، چې په پاکستان کې د رغونې کار به د روان کال په لومړۍ نیمایي کې بشپړ شي.”
د تاجکستان د انرژۍ او اوبو سرچینو وزیر دلیر جمعه ویلي، چې دا پروژه یوه له لویو سیمهییزو پروژو څخه ده، چې څلور هېوادونه تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او پاکستان سره نښلوي او کار یې چټک روان دی.
په افغانستان کې له دوه کلن ځنډ وروسته د نړیوال بانک پر مالي ملاتړ د ۲۰۲۴ کال په می میاشت کې د دې پروژې کار بیا پیل شو او ټاکل شوې، چې راتلونکی کال بشپړ شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ په افغانستان کې به هم د دې پروژې کار تر راتلونکي کال پورې بشپړ شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه په رسمي ډول د ۲۰۱۶ کال په می میاشت کې پیل شوه او موخه یې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د برښنا لېږدول دي.
د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیعالله عابد وايي؛ د پروژې ۷۰ سلنه کار بشپړ شوی او ۹۵ سلنه تجهیزات یې لیږدول شوي دي.
ځینې کارپوهان وايي؛ د دې پروژې له پیل کولو سره د سیمې هېوادونه کولی شي د یو بل د انرژۍ له سرچینو څخه ګټه پورته کړي او د انرژۍ په غیر متوقع سرچینو تکیه کمه کړي.
د دغې پروژې پر بشپړیدو به تاجکستان او قرغزستان نه یوازې د برښنا صادراتو څخه عاید ترلاسه کړي، بلکې د سویلي آسیا د انرژۍ رسولو کې به هم مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده، چې د دې پروژې له پلي کیدو سره به افغانستان ۳۰۰ میګاواټه او پاکستان ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا ترلاسه کړي.
