نړۍ

کامالا هریس په غزه کې د جګړې د پای او د فلسطین د نه نیولو غوښتنه وکړه

هغې ټینګار کړی، چې د شاوخوا یوې کلنې جګړې له پای ته رسېدو وروسته اسرائیل باید د فلسطین محاصره شوې خاوره بیا لاندې نکړي.

Published

on

د سې شنبې پر ورځ ( د وږي اوو‌ویشتمه / د سپتمبر اووه‌لسمه) د جوبايډن مرستيالې او د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندې کامالا هریس د غزې پر ضد د اسرائيلو د جګړې او د فلسطيني ځمکو د نه لاندې کولو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

هغې ټینګار کړی، چې د شاوخوا یوې کلنې جګړې له پای ته رسېدو وروسته اسرائیل باید د فلسطین محاصره شوې خاوره بیا لاندې نکړي.

هغې، چې په فلاډیلفیا کې د تورپوستو ژورنالستانو ملي ټولنې ته وینا کوله؛ د حماس او اسرائیلو تر منځ یې د داسې اوربند، د دوه دولتونو حل او په منځني ختیځ کې د ثبات رامنځته کولو غوښتنه وکړه، چې ایران پیاوړی نکړي.

هریس د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي: مونږ په ښکاره ویلي، چې په سیمه کې د ټولو د ګټو لپاره باید یوه هوکړه وشي.

د فلسطین روغتیا وزارت د غزې تړانګې د قربانیانو وروستی شمېر خپور کړې او وایي، چې د ۲۰۲۳ کال د اوکتوبر له اوومې راپدېخوا په دې سیمه کې ۴۱ زره ۲۵۲ کسان وژل شوي دي.

واشنګټن به په غزه کې د اوربند د هوکړې اصلاح شوې طرحه مصري او قطري اړخونو ته وړاندې کړي.

اوسمهال د لانجې یو تر ټولو مهم ټکی د غزې او مصر پر پوله د اسرائیلو د لومړي وزیر د پاتې کېدو ټینګار دی. په داسې حال کې، چې حماس له دې سیمې څخه د اسرائیلي پوځیانو پر بشپړ وتلو ټینګار کوي.

Trending

Exit mobile version