نړۍ
کاناډا د اوکرایني الوتکې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ټاکلی
د کاناډا یوې محکمې په ایران کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو ۶ کاناډایانو کورنیو ته ۱۰۷ میلیون ډالر تاوان ټاکلی دی.
د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې ایران د اوکراین یوه الوتکه په نښه کړه، چې د ۵۵ کاناډایانو او ۳۳ دایمي اوسیدونکیو په ګډون ۱۷۶ کسان ووژل شول.
د کاناډا وکیل مارک ارنولډ په ډاګه کړې: د ۶ زیانمنو کورنیو غړيو، چې د اونټاریو محکمې تاوان ورکړی؛ په ۷۵۲ الوتنه کې یې میرمن، وروڼه، ماشومان، خویندې او وروڼه له لاسه ورکړل. هغوی د ایران او نورو چارواکو په وړاندې، چې د پېښې مسوولیت لري؛ خپله مدني دعوه ثبت کړې وه.
وکیل د هم ویلي، چې هېواد یې په کاناډا او بهر کې د ایراني شتمنیو د ضبطولو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړې، چې ایران په نورو هېوادونو کې د تېلو ټانکرونه لري او اړوند ډله هڅه کوي، چې د کورنیو پورونو د ادا کولو لپاره هرڅه تر سره کړي.
پرېکړه د ډسمبر په وروستیو کې شوې او د دوشنبې پر ورځ د آرنولډ لخوا اعلان شوې ده.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په نیمایي کې د کاناډا د روغتیا یوې ډلې یو راپور چمتو او ایران یې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورولو له کبله پر بې کفایتۍ او بې غورۍ تورن کړی و؛ خو ایران دغه راپور سیاسي بللی و.
ایران هغه مهال اعتراف کړی و، چې د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې یې یوه مسافر وړونکې الوتکه له تهران څخه له الوتنې لږ وروسته په تېروتنه ویشتلې وه.