1393ټاكنې

کاندیدانو ۷۱ مورده شکایتونه په ټاکنیزو شکایتونو کې ثبت کړي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشريزو ټاكنو د لومړنيو پايلو له اعلام وروسته يو شمېر كانديدانو ۷۱ مورده شكايتونه په ټاكنيزو شكايتونو كې ثبت كړي دي.

په څه كم اته څلوېښتو ساعتونو كې د ولسمشريزو ټاكنو د لومړنيو پايلو له اعلام وروسته د ولسمشرۍ مخكښ كانديد ډاكتر عبدالله عبدالله ۷۰ مورده شكايتونه او محمد شفيق ګل آغاشېرزي يو شكايت د ټاكنو په خپلواك كميسيون كې ثبت كړي دي.

د ټاكنو دوهم مخكښ كانديد ډاكتر اشرف غني احمد زي د دوشنبې تر مازديګر( د غویي ۸ ) هېڅ شكايت نه دى ثبت كړی.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني وایي:

د شكايتونو د ثبت لپاره د غزول شوې مودې له پاى ته رسېدو سره سم به د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون پر شكايتونو څېړنه پېلوي.

په دغو شكايتونو كې ۲ له كابله، ۲ له كنره، ۱ له بلخ څخه، ۱ له وردګو، ۲ له فارياب څخه ۱۲ له لغمان څخه، ۵ له ننګرهاره، ۵ له غزني، ۲۶ له پكتيا، ۳ له خوست څخه، ۱ له كندهاره، ۱ له بادغيس څخه، او ۱۰ له هرات څخه ثبت شوي دي.

دا، چې شكايتونو كې زياتره په كوم مورد تمركز شوى، ښاغلى محسني يې په باب وايي، ټاكل شوې چې دا شكايتونه به د راتلونكې اوونۍ په پېل كې په علني غونډو كې بيا وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version