تازه خبرونه

کاپیسا ته په ناڅرګند علت د ولسمشرغني سفر ځنډیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې وه، چې د سې شنبې پر سهار(د غبرګولي ۱۵) ولسمشر کاپیسا ته د برښنا د ګلبهار سب ستیشن د پرانستې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړي؛ خو په ناڅرګند علت یې سفر ځنډیدلی دی.

 د سې شنبې په سهار د برښنا شرکت او ولسمشرۍ په بلنه یو شمېر خبریالان کاپیسا ته تللي وه، چې د ګلبهار برښنا سب ستیشن پرانیسته تر پوښښ لاندې ونیسي. نږدې اته بجې ساحې ته ورسیدل او له خبریالانو مخکې د ولسمشر ځانګړي ساتونکي ساحې ته رسیدلي وه؛ خو ولسمشر دغه سفر لغوه کړ.

د کاپیسا د برښنا شرکت رییس محمد ناصر احمدي وایي: د ولسشمشر راتګ ته چمتوالی نیول شوی و. په داسې حال کې، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته راغلي وه او امنیت هم خوندي و؛ نه پوهیږم، چې څه پېښه وه. ولسمشر دې پخپله ځواب ورکړي.                

د ولسمشر د ویاند دفتر په کاپیسا کې د ولسمشر د ځانکړیو ساتونکیو ځای پر ځای کیدل تائیدوي؛ خو د ولسمشر له سفر انکار کوي.

دیادونې وړ ده، چې د ګلبهار سب ستیشن له رسمي پرانیستې پرته ګټې اخیستو ته وسپارل شو.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version