تازه خبرونه

کرزی دې د ملي یووالي حکومت خپلو چارو ته پریږدي – عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرايي ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله په پخواني ولسمشر حامد کرزي غږ وکړ چې د ملي یوالي د حکومت د سیاسي مخالف حزب له جوړولو لاس واخلي او د ملي یوالي حکومت خپلو چارو ته پریږدي.

ښاغلي عبدالله له حامد کرزي څخه وغوښتل چې د مارشال محمد قسیم فهیم هغه خبره په غوږ کې ونیسي چې د سیاسي حزب د نه جوړولو په هکله یې کړې وه.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د ملي یوالي د حکومت ملاتړی بلل کیږي، او د حکومت د اپوزیسیون د جوړولو اړتیا یې رد کړې ده.

ښاغلی کرزی وايي چې د ده لومړی مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم به که څه هم له ده ناراحته و، خو له سیاسي ډلو سره له یو ځای کیدو به یې ډه ډه کوله.

خو اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د پخواني ولسمشر دغو څرګندونو ته موسکی شو.

ده له حامد کرزي وغوښتل چې د ملي یوالي د حکومت د اپوزیسیون له جوړولو لاس واخلي او دوی په خپلو کې سره پریږدي.

تر دې مخکې یو شمیر پخوانیو جهادي رهبرانو چې ځانونه د ملي یوالي په حکومت کې یو څه ګوښه ګڼي، اعلان وکړ چې ډير ژر به د مجاهدینو یوه لویه اجماع جوړه کړي.

Trending

Exit mobile version