انځوريز خبرونه

کرزی: لښكر طيبه د افغانستان او هند ګډ دښمن دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر حامد کرزي د هرات په ولايت كې د هند پر كونسل ګرۍ وروستۍ بريد د لښكر طيبه ډلې كار وباله. هغه دا پاكستانۍ ډله د افغانستان او هند ګډ دښمن ياد كړه.

ولسمشر حامد كرزي د هند له لومړي وزير نرندرا مودي سره ليدنه كې په هرات ښار كې د هند پر كونسل ګرۍ د وروستي بريد په تړاو خبرې كړې دي.

نوموړى، چې نوي ډيلي ته د ښاغلي مودي د لوړې مراسمو كې د ګډون په موخه تللى، دا راز له يوې هندي تلويزيوني شبكې هیدلاینز ټودې سره خبرو كې ويلي، لښكر طيبه د افغانستان او هند ګډ دښمن ده.

افغان ولسمشر حامد کرزي ووېل، د هغو اطلاعاتو له مخې، چې زمونږ لاس ته راغلي، له دې جملې له يوه لوېديځ استخباراتي سازمان څخه، په هرات كې د هند پر كونسل ګرۍ د وروستي بريد عاملان د لښكر طيبه اورپكي دي. دا پېښه د افغانستان د خلكو له خوا داسې وغندل شوه، چې د هند د خلكو له خوا غندل شوې وه. دا په ښكاره د افغانستان او هند په ګټو د وېره اچونكو له خوا يو بريد وو.

ولسمشر حامد كرزى همدارنګه وايي، ترهګري د بشريت دښمن دي، او پاكستان هم د ترهګرو له كړنو زيان ليدلى. د هغه په وېنا، پاكستاني چارواكي بايد په دی وپوهیږي، چې درې واړه هېوادونه بايد د ترهګري پر وړاندې مبارزه كې لاسونه وركړي.

ولسمشر حامد كرزي د هند له خوا افغان ځواكونو ته د پوځي تجهيزاتو د وركړې په باب وويل، د هند نوى حكومت به له كابل سره د ژورو اړيكو د دوام لپاره دا مسئله وڅېړي.

افغان ولسمشر همدارنګه وویل، مونږ د اړتيا وړ تجهيزاتو فهرست درلود، او د هند له دولت سره مو پرې بحث وكړ. د هند دولت همكار وو او هوكړه يي كړې، چې زمونږ له اړتياو او غوښتنو ملاتړ وكړي. ډاډه يم چې د نرندرا مودي حكومت به زمونږ غوښتنې په ليوالتيا سره وڅېړي.

ولسمشر حامد كرزي همدارنګه زیاته کړه، چې له افغان طالبانو سره بايد سوله وشي، او بهرني طالبان، چې د استخباراتي سازمانونو په امر د افغانستان د ګټو پر وړاندې جګړه كوي، بايد ور سره مبارزه وشي.

ولسمشر كرزى همدا راز زياتوي، چې افغان پوځيان او ملكيان د پاكستان په تناسب د زدكړو لپاره هند غوره بولي.

Trending

Exit mobile version