تازه خبرونه

کرنې وزارت د کرنې وړ ځمکه تثبیت کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایيچې د لومړي ځل له پاره یې د خوراک نړیوال سازمان په مرسته د هېواد د کرنې وړ ځمکې دقیقه اندازه معلومه کړې ده.

دوی وايي چې دا څېړنه يې د ځانګړو الوتکو له لارې کړې چې د ځمکې تصویرونه اخلي. د دغې څېړنې له مخې د افغانستان درې اعشاریه پنځه میلیون هکتاره ځمکه د کښت وړ ده.

د افغانستان د کرنې او ځنګلونو دودې له پاره د مناسبې ځمکې دقیقه اندازه د یوې علمي او تخنیکي څېړنې له مخې چې د افغانستان غني اطلس نومېږي، په ډاګه شوې ده. دغه څېړنه ښيي چې د افغانستان له درې اعشاریه پنځو میلیونو هکتارو څخه زیاته ځمکه د کښت او کرکیلې وړ ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصایې ریاست سرپرست نورالله ستانکزی وايي: “د کرنې دغه ځمکه مو په پنځه ویشتو برخو وېشلې چې مهم یې اوبه خور، للمي، بڼونه، تاکونه، ځنګلونه او وچې دښتې بلل شوې دي.”

په همدې حال کې د خوراک نړیوال سازمان وایي دغه لاسته راوړنه د افغانستان د لویو اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزو پروګرامونو له پاره ډېره مهمه ده.

 د کرنې او خوراک نړیوال سازمان استازی تومیو شیچیري وايي: “له کرنې او سړخونې څخه څېړنې د افغانستان د پراختیایي متوازنو سکتورونوله پاره ډېره اړینه ده. دغه موخې ته د رسېدو له پاره باید ټولې سرچینې وکارول شي او په ښه توګه مدیریت شي.”

د افغانستان د کرنې وړ ځمکې د اندازې د معلومولو له پاره په دوه زره لسم کال کې هم هڅې پیل شوې وې، خو لرې پرتو سیمو ته د نه لاسرسي له کبله هغه هڅې بشپړې نه شوې.

تر دې مخکې اټکلونه داسې وو چې ښايي د افغانستان دوه اعشاریه څلور میلیون هکتاره ځمکه د کښت او کرنې وړ وړ وي.

ویل کېږي د افغانستان اویا په سلو کې وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو دغې برخې ته د نه پاملرنې له کبله افغانستان لاهم د خوراکي توکو له درکه په خپلو پښو نه دی ولاړ چې د همدې ستونزو له امله خپله خوراکي توکي له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي.

خبرياله: نبیله حفیظي

 

Trending

Exit mobile version