تازه خبرونه

کرونا رنځ؛ د روغتیایي سپارښتنو نه پلي کیدلو اندیښنې راپارولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۳۹۹)

خلکو لا هم د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې نه دي پلي کړي او بازارونو کې په عادي ډول ګرځي را ګرځي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا وېروس خپل لوړ حد ته رسېدلی او ټولنه کې د دې وېروس په وړاندې جدیت نشته.

دیني عالمان هم کرونا وېروس وژونکی بولي، او له ټولو خلکو غواړي چې له خپلو کورونو ونه ووځي، خو کابل ښاریان وایي، د اقتصادي ستونزو له کبله له کورونو ووځي.

که څه هم کورنیو چارو وزارت وایي چې په کابل ښار کې په ګرځېدو کلک محدودیت دی، خو لا هم خلکو دا لارښوونه جدي نه ده ګڼلې. د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا وېروس په تړاو د خلکو نه پاملرنې دوی اندېښمن کړي دي.

وحید مجروح، د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وایي: “د خلکو نه پاملرنې د رغتیا وزارت اندیښمن کړې دې. د دغه ویروس ګواښ ډیر لوړ دې. خلک باید پام راوګرځوي.”

د ټولنیز واټن نه رعایت د کرونا وېروس د سرایت لوی دلیل یادیږي. دیني عالمان له خلکو غواړي چې له بې ځایه ګرځېدو څخه ډډه وکړي.

امين الدين مظفري، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال، وویل: “د کرونا ویورس کافر او مسلمان نه پیژني. ټول باید پام وکړي. دا ویروس په کلکه وژونکې دې.”

خو خلک وایی، اقتصادي ستونزو اړ کړي چې له کورونو ووځي. دوي وايي، که دا کار ونکړي، د کورنۍ نور غړي یې لوږه ګواښي.

ذبیح الله، د کابل اوسېدونکی، داسی وایي: “د دې لپاره چې زموږ د کورنې غړي ژوندي باتې شي، مجبور یو چې خپلو دندو ته دوام ورکړو.”

محمدسالم، د کابل یوتن بل اوسېدونکی هم وایي چې دوی یریږي چې د دوی د کورنې غړي له لوږې له منځه لاړ نشي، نو ځکه دوی کار کولو ته ادامه ورکوي.

کووېډ-۱۹ رنځ وژونکی دی. تر اوسه یې نه واکسین او نه هم درمل شته.

روغتیاپالان یې په وقایې ټینګار کوي او له خلکو په وار وار غواړي چې د ژوند ژغورلو لپاره په کورونو کې پاتې شي.

د کابل په ګډون نورو لویو ښارونو کې هم ګرځبندیز لګول شوی، خو بیا هم خلک دا لارښونه اړینه نه بولي او نه یې پلي کوي.

Trending

Exit mobile version