کوید۱۹

کرونا له ۹۰ سلنې څخه په ډېرو هېوادونو کې روغتیايي چارې ګډوډ کړي – راپور

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې راپور ورکوي، چې د کرونا ویروس خپریدو د ۱۲۹ هېوادونو ۹۲ سلنه روغتیایي چارې اغېزمنې کړې دي.

دې ټولنې ویلي، چې د ایډز واکسین او درملنې پروګرام هم اغېزمن شوی دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د ۲۰۲۱ کال له نومبر څخه تر ډسمبر پورې یوه سروې کړې، چې ښیي تېر کال روغتیایي خدمات اغېزمن شوي دي.

د دې سروې پایلې د روغتیایي سیسټم پر وړاندې د لویو ننګونو د حل لپاره بېړنۍ لارې چارې پر ګوته کوي. دغه راز د روغتیایي چارو بیا رغونه او د کرونا ویرس د اغېزو کمولو لپاره هڅې کوي.

د راپور له مخې، په ۳۶ سلنه هېوادونو کې  د بیړنيو پاملرنو په ګډون د امبولانس کاري آسانتیاوو خرابې شوې دي.

رویټرز زیاته کړې، چې د زنګون او ورون د بدلولو د غوراوي چارې هم په ۵۹ سلنه هېوادونو کې ګډوډې شوې دي.

Trending

Exit mobile version