تازه خبرونه
کرونا هوالیږده هم کیدی شي – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې په ډاګه کړې، چې کرونا ویروس لکه څنګه، چې مخکې فکر کیده؛ کیدی شي د هوا له لارې په آسانه خپور، تر ډېر وخته پاتې او له اوږده واټن څخه د کوچنیو ذرو او تنفسي څاڅکو له لارې ولیږدول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې را پورته کیږي، چې سلګونه پوهانو تېره اوونۍ په یوه لیک له دې ټولنې څخه په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې وه.
که دا رښتیا وي؛ نو دا کار به له دې ویروس سره د حکومتونو د مبارزې بڼه هم بدله کړي. ان هغه قانون به هم مات شي، چې ټولنیز واټن ته یې یو یا دوه متره واتن تصویب کړی و.
د روغتیا نړیوالې ټولنې له کورونا ویروس سره د مبارزې د تخنیکي برخې مشرې بنیدیتا آلګرانزي، پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل: مونږ منو، چې د کوویډ – 19 ویروس او وبا د لیږد په اړه اغېزمن ثبوتونه شته او له همدې کبله مونږ باور لرو، چې د دغو شواهدو او د لیږد د میتودونو له مخې لازمه او د پاملرنې وړ مبارزه کولی شو.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې تر لاسه شوي شواهد بشپړ او پوره ندي او تمه ده، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به خپله وروستۍ موندنه په داګه وکړو.
په سپینه ماڼۍ کې له کرونا سره د مبارزې مسوول داکتر آنتوني فوسي څرګنده کړې، چې د کوویډ – ۱۹ د هوایي ذرو د اغېزې په اړه وروستي شواهد تر لاسه شوی ندي. په هر حال مونږ تنفسي سندروم ته ورته، چې یو ویروس ډېرې بېلګې لرو، چې د تنفسي کوچینو ذرو د خوشې کولو یوه رڼه بېلګه ده. که څه هم مونږ مونږ فکر نه کوو، چې دا د خوریدو لپاره یوه مهمه مسله ده؛ خو دا هغه څه دي، چې مونږ پرې پوره سترګې نشو پټولی.
فوسي زیاته کړې، چې په هوا کې د ویروس د ذرو شتوالي ته په کتو د ځان او نورو د خوندي کولو لپاره باید ماسکونه وکاروو.
دا په داسې حال کې ده، چې په ځینو هېوادونو کې قرنطین او ټولنیز واټن ته پوره پامارنه شوې؛ خو بیا هم په یو شمېر برخو کې د کرونا ویروس د خوریدو له وېرې بیا ځلي قرنطین ته ورګرزیدلي دي. سرچینه: رویترز
