کوید۱۹

کرونا ویروس اوس هم یو نړیوال روغتیایي بېړنی حالت دی

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۸, ۱۴۰۱)

د روغتیا نړیوالې ټولنې د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۲۷) په ډاګه کړې: درې کاله مخکې کله، چې کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د بیړني حالت په توګه اعلان شو؛ اوس هم یو نړیوال بېړنی حالت پاتې دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې بېړنۍ کمیټې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ پر ۳۰ د کرونا ویروس د بېړني حالت اعلامیه خپره کړه. دې ډول پرېکړې وکولی شو، چې د دې ویروس د څېړنې، بودجې او د عامې روغتیا نړیوالې هڅې ګړندۍ کړي.

د ملګرو ملتونو ټولنې په دې وروستیو میاشتو کې ویلي، چې که څه هم د نړۍ په ځینو برخو کې پېښې په کمېدو دي؛ خو هېوادونه اوس هم باید خپله هوښیارتیا وساتي او د خپل ټول زیان منونکي نفوس واکسین کولو ته ملا وتړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې اړوند کمیتې ویلي: که څه هم عامه انګېرنه دا ده، چې د نړۍ په ځینو برخو کې د کرونا ویروس پای ته رسیدلی؛ خو دا د عامې روغتیا پېښه پاتې ده، چې د نړۍ د وګړیو پر روغتیا پراخ او قوي اغېزه کوي.

دوی ټینګار کړی، چې که څه هم د اوونۍ د مړینې شمېر د ویروس له پیل راپدیخوا ترټولو ټیټ دی؛ خو اوس هم د نورو ویروسونو په پرتله لوړ پاتې دی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې عمومي رییس تدروس ادهانوم ګیبریسوس خبریالانو ته څرګنده کړې: دې وبا مونږ مخکې هم حیران کړي وو او ښایي بیا هم راوګرځي.

Trending

Exit mobile version