لوبی
کرکتپوه راشد خان ارمان له ملي او نړیوال ویاړ برخمن شوی
نوم یې راشد خان ارمان او ویل کیږي، چې د نړۍ د کرکت نابغه هم دی او ان ځینې هېوادونه ورته د تابعیت ورکولو په هڅه کې دي.
د کرکت د ډګر دغه لوبغاړی د ۱۳۷۷ لمریز لیږدیز کال د یکشنبې پر ورځ د وږي پر ۲۹ د هېواد د همیشه بهار ولایت( ننګرهار) په اچین ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی او د کرکت ډګر ته یې هم له همدې ولسوالۍ لومړني ګامونه راپورته کړل. د دغې لوبې په ډګر کې د ښه ځلیدو له کبله بریالی شو، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ملي لوبډلې غړیتوب تر لاسه او نولسمه ګڼه آسماني رنګه جامې تر غاړې کړي.
د کرکت لوبې دغه ځوان ۲۶ کلن لوبغاړی پر ښي لاس توپ اچونه کوي او پر همدې لاس د توپوهنې بریک لیګ هم تر سره کوي.
د هېواد د کرکت دغه نومیالي ستوری د نړۍ په بېلابېلو غوره لیګونو کې ښه ځلیدلی او د څو لوبډلو غړیتوب هم لري.
هغه په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې د بنګلدیش په کومیلا ویکتورینز لوبډله کې ولوبیده. په داسې حال کې، چې د ۲۰۱۷ کال په بهیر کې همهاله د ګایانا آمازونوریورز، د امریکا د کارائیب، د افغانستان د بند امیر د شپږیزې لیګ، ادیلایت ستریکرز، د آسترالیا ۲۰ آوریز لیګ او د هند حیدرآباد سنرایزرز د لوبو ډګرونو ته وردننه شو او له هماغه کاله راپدیخوا د حیدر آباد د سنرایزرز، د ادیلایت سترایکرز او بند امیر د لوبډلو د غړیتوب ویاړ لري.
د هېواد او نړۍ دغه غوره توپوهونکي په ۲۰۱۸ کال کې څو ځله د انګلستان له ساسیکس، د افغانستان له کابل ځوانانو او د آفریقا له دوربان هیت سوپرلیګ لوبډلو سره د لوبو ډګر ته وتلی دی.
په ۲۰۱۸ کال کې د راشد خان ارمان ځلیدنه د دې لامل شوه، چې په ۲۰ آوریزو لوبو کې د کرکت د نړیوالې شورا د نوملړ په سر کې ځای پیدا کړي او په یوه ورځنۍ لوبو کې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د لوبو په تاریخ کې په لومړي ځل د هغه نوم د نړیوال کرکت
په ستر کتاب ویسدن کې ولیکل شو.
هغه، چې د هندوستان د تېر لیک یا آی پي ایل له ارزښتمنو لوبغاړیو څخه و د محمد نبي عیسی خېل تر څنګ د ځلیدو له کبله وتوانیده، چې د حیدرآباد سنرایزرز لوبډله تر اتلولۍ پورې ورسوي او د لوبو په ۲۰۱۹ څپرکي کې هم د همدې لوبډلې لپاره د یو نیم میلیو دالرو پر ارزښت د لوبې لپاره ونیول شو.
ویل کیږي، چې راشدخان ارمان د هېواد د کرکت ملي لوبډلې لپاره هم تر دې دمه ۵۲ یوه ورځنۍ او ۱۱۸ ویکتې، ۳۶- ۲۰ آوریزې نړیوالې لوبې د کرکت د نړیوالې شورا د غړیتوب له لرونکیو لوبډلو سره او ۶۹ ویکتې، د کرکت په الف نوملړ کې ۵۴ لوبې او ۱۲۲ ویکتې او ۱۵۱ – ۲۰ آوریزې لوبې او۲۲۴ ویکتې ترسره کړي، چې په دې لوبو کې یې له نامه سره د منډو رکود هم ثبت شوی دی.
ښاغلی راشدخان ارمان اوس هم په ملي لوبډله کې له ارزښت ډک ستوری پېژندل کیږي او د هندوستان په غوره لیګ کې، چې د مارچ پر ۲۳ پیل شوی؛ د حیدر آباد سنرایزرز لوبډلې ته لوبیږي، چې په قانوني بڼه له آریانا نړیوالې شبکې خپریږي.
د یادونې ده، چې د وري پر ۱۵، چې د اپریل له ۵ سره برابره ده؛ د افغانستان کرکت بورد د غوراوي کمیتې لخوا راشدخان ارمان ته په نړیوال جام سیالیو کې د ۲۰ آوریزو لوبو د ډلمشرۍ ویاړ هم ورپه برخه شو؛ خو نوموړي همهاله په خپل تویت کې لدغه غوراوي سره مخالفت څرګند کړ او هغه یې د نړیوال جام د سیالیو لپاره یوه زیانمنه پرېکړه وګڼله.