لوبی

کرکټ ملي لوبډله نن له نیوزلنډ سره  لوبیږي

Published

on

نن يکشنبه به افغان کرکټ لوبډله په نړیوال شل آوریز جام کې خپله پېنځمه سیالي له نيوزيلنډ سره ترسره کړي.

دا برخلیک ټاکونکې سيالي نن مازيګر د کابل پر وخت دوه بجې پیل او له آریانا ټلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

که نيوزيلنډ دغه سيالي وګټي ټولې نومرې به يې اته شي، چې له دې سره به نيمه پايلوبې ته ووځي.

که افغانستان نيوزيلنډ ته په لوی توپير ماتې ورکړي نيمه پايلوبې ته د وتلو چانس به يې هم ورسره ډېر شي.

افغانستان په دې سياليو کې تر دې مهاله ټولې څلور لوبې کړي، چې دوې لوبې يې له سکاټلنډ او نامیبيا څخه په لوی توپير ګټلې؛ خو د پاکستان او هند پر وړاندې يې خپلې سيالۍ بايللې دي.

افغانستان او هند په خپل ګروپ کې دواړه څلور څلور امتيازونه يا نومرې لري.

پاکستان بيا د دې ګروپ په سر کې او نيوزيلنډ په دویم نبمر کې دی.

Trending

Exit mobile version