تازه خبرونه

کریم خليلي د سولې بهير په اړه په پاکستان کې د ولسي جرګې له مشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۳, ۱۳۹۹)

د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر کريم خليلي په پاکستان کې د ولسي جرګې له مشر اسد قيصر سره د سولې بهیر او دوه اړخيزو اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.

د کریم خلیلي د دفتر د څرګندونو له مخې؛ نوموړي د یو پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته د خپل سفر پر لومړۍ ورځ د پاکستان د پارلمان د ولسي جرګې له مشر اسد قیصر او د دې ادارې له یو شمېر غړیو سره ولیدل.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: د پاکستانیو چارواکو سره په ناسته کې د افغانستان د سولې له بهیره د  پاکستان پر ملاتړ، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا په ځانګړي توګه پرسوداګرۍ او اقتصاد او همدارنګه د پاکستان حکومت لخوا افغان وګړو ته د سفري ویزو آسانتیاوو پر برابرولو بحث شوی.

د پاکستان د ولسي جرګې مشر اسد قیصر خوښي په ډاګه کړه، چې افغانستان اوس په یوه نوي لار روان شوی دی. هغه په ​​افغانستان کې سوله یو نوی څپرکی وباله او د دې بهیر لپاره یې د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار څرګند کړ.

اسد قیصر زیاته کړې: په افغانستان کې سوله د پاکستان د سولې معنا لري او پاکستان په بېلابېلو برخو کې د افغانستان یو مهم همکار او ملګری هېواد دی.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پراختیا یو مهم لومړیتوب وګاڼه او څرګنده یې کړه، چې دا به د دواړو هېوادونو د هر اړخیزې ودې او پرمختګ او د سولې، ټیکاو او ثبات پر رامنځته کیدو هم اغېزه وکړي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د سوداګرۍ په ډګر کې به د بیروکراټیکو محدودیتونو پر آسانه کولو او لرې کولو پوره کار وکړي.

Trending

Exit mobile version