تازه خبرونه

کلېفلند: داعش د نړيوالې ټولنې له پاره لوی ګواښ دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غوڅ ملاتړ د ماموریت مسولین وایي چې ناټو خپل پوځي رول پای ته رسولی، خو امریکايي ځواکونه په جګړه کې ښکېل دي، خو داعش اوس هم ګواښ دی.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د عامه اړیکو مرستیال چارلس کلېفلنډ وايي، داعش د افغانستان او نړیوالې ټولنې له پاره ګواښ دی خو پر وړاندې یې افغان ځواکونو ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

کلېفلنډ په جګړه کې د امریکايي ځواکونو له لورې د کروز توغندیو استعمال ردوي، خو وايي دغه ځواکونه په عملیاتو کې له ډول ډول امکاناتو کار اخلي.

افغان حکومت د خپل کار په پیل کې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې د دغه هېواد ځواکونه په افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړي. په دغه تړون کې ویل شوي.

دوهمه ماده

هدف اومحدوده

4. دواړه لوري دا مني چې د ترورېزم په وړاندې په ګډه جګړه کې د القاعدې او ورپورې تړلو ډلو د ماتې له پاره د متحده ایالاتو پوځي عملیات لازم دي. دواړه لوري موافق دي چې د دغو اهدافو د تحقق له پاره د افغانستان او متحده ایالاتو د ملي ګټو د خوندي ساتلو په نیت د متحده ایالاتو له یو اړخیزو پوځي عملیاتو پرته خپلو نږدې همکاریو او همغږیو ته دوام ورکړي. د ترورېزم پر خلاف د متحده ایالاتو پوځي عملیات د ترورېزم پر وړاندې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو د بشپړولو او ملاتړ له پاره دي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په رهبرۍ او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت ته په پوره درناوي او د افغانستان د خلکو او د دوی د کورونو خوندیتوب او امنیت ته په پوره پام، ترسره کېږي.

له همدې امله ده چې امریکايي ځواکونه یو ځل بیا په ډول ډول عملیاتو لاس پورې کوي، خو د دغو عملیاتو په لړ کې د ملکي تلفاتو وېره او اندېښنه لاهم پر ځای پاتې ده.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ د اړیکو مرستیال چارلس کلېفلنډ وايي: “زه پوهېږم چې په دې وروستیو کې په دې اړه ځینې تورونه موجود وو چې ملکي تلفات رامنځته شوي دي او موږ جدي وڅېړل. موږ د هدف په نښه کولو کې دا ډاډ تر لاسه کوو چې هېڅ ملکیان نشته. له دې مخکې چې بریدونه وکړو، موږ هدف مطالعه کوو، ارزونه یې کوو او ګورو یې. موږ له عملیاتو مخکې او وروسته اروزنه کوو. دا ځکه چې ملکي تلفات مهم دي. موږ خورا وخت لګوو او ډاډ تر لاسه کوو چې موږ تر کومې کچې د ملکي تلفاتو لامل یو که نه.”

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دغه چارواکی یو ځل بیا وايي چې داعش د افغانستان او نړیوالې ټولنې له پاره یو ګواښ دی، خو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو د شفق عملیات بریالي بولي. نوموړی هغه څرګندونې هم ردوي چې وایي امریکایي ځواکونو افغانستان کې له کروز توغندیو کار اخیستی دی.

چارلس کلېفلنډ زياتوي: “له کروز توغندیو کار نه اخلو، خو له نورو ډېرو امکاناتو کار اخلو، خو هغه چې تاسو یې د کروز توغندي په نوم یادوئ یا تر دې پیاوړې وسله، خو موږ د امکان تر کچې له هرې وسیلې کار اخلو چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړو.”

دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۱۳زره ناټو سرتېري مېشت دي چې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورو او ملاتړ په برخه کې مرسته کوي.

Trending

Exit mobile version