تازه خبرونه

کمال خان بند رسماً پرانیستل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۴۰۰)

نن چارشنبه ( د وري ۴) ولسمشر اشرف غني او د هغه دوه مرستیالانو؛ امرالله صالح او سرور دانش د چارشنبې پر سهار د نیمروز ولایت  د چاربرجک ولسوالۍ د هریرود سیند په اوږدو کې د کمال خان بند رسماً پرانیست او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش او سیمه ییزو مشرانو د دغه بند د اوبو دروازې پرانیستې او ګټې اخیستنې ته یې وسپاره.

غني، صالح او دانش د کمال خان بند د پرانستې کتاب لاسلیک کړ او په دې اړه یې د نیمروز خلکو ته د آبادۍ ډاډ حرګند کړ.

اشرف غنی په دغو مراسمو کې ویلي: د نیمروز راتلونکی نه یوازې له کمال خان بند سره تړاو لري، بلکې زرنج به یو پیاوړی نړیوال بندرهم شي  او زرنج به چابهار سوداګریز مرکز وي.

د کمال خان بند په وسیله به د نیمروز څه نا څه ۱۸۰ زره جریبه خړه دښته زرغونه او لکونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

دغه بند د نیمروز ولایت له مرکز زرنج څخه ۹۵ کیلو متره لرې په چاربرجک سیمه کې پروت دی.

کمال خان بند د ۵۲ میلیون مکعب متر اوبو د زیرمه کولو او د یولک و ۷۴ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او تر څنګ یې نهه میګا واټه برېښنا تولیدولی شي.

د دغه بند د جوړولو چارې په ۱۳۵۳لمریز کال د سردار محمد دواود خان پر مهال پیل شوې؛ خو له وژل کېدو وروسته یې کار ودرېده.

په ۱۳۹۱ لمریز کال کې یې د لومړي فاز چارې پیل او درې پړاوه یې ووهل؛ د درېیم پړاو کار یې په ۱۳۹۶لمریز کال کې ولسمشر غني پیل کړ او ټاکل شوې، چې د دې پړاو کار به د ۱۴۰۰ لمریز کال په نیمایي کې بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version