تازه خبرونه
کمزوری ایران ښایي د اټومي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي – سپینه ماڼۍ
رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوهیمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان څرګنده کړې، چې ایران ښايي په سیمه کې له پرلهپسې ماتې د اټمي وسلو پر پراختیا راوڅرخیږي.
رویټرز خبري سرچینې د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي دوهیمه) خبر ورکړ، چې د بایډن اداره پدې اړه اندېښمنه ده.
د راپور له مخې؛ سپینه ماڼۍ غواړي، چې دا اندېښنه د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته هم وړاندې کړي.
په راپور کې راغلي، چې د ایران د نیابتي ډلو پر وړاندې د اسرائیلو له پراخو بریدونو او د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته دې هېواد نه یوازې خپل سیمهییز نفوذ له لاسه ورکړی، بلکې له پرلهپسې ناکامیو سره هم مخ شوی دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار سیانان ته ویلي، چې پر ایراني تاسیساتو د اسرائیلو بریدونو د توغندیو د کارخونو په ګډون د دې هېواد هوايي دفاعي سیسټم او دودیز پوځي توان کم کړی دی.
سالیوان ټینګار کړی: دا د حیرانتیا خبره نده، چې په ایران کې د اټومي وسلو لرلو ته د لیوالتیا غږ اورېدل کیږي.
هغه يادونه کړې، چې ايران وايي: اټومي پروګرام يې سولهييز دى؛ خو له بنديزونو سره – سره يې د يورانيمو غني کول پراخه کړي دي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار ویلي؛ دا خطر شته، چې ایران به د اټومي وسلو د نه جوړولو په اړه خپله ژمنه ودروي.
هغه منلې، چې په دې اړه د امریکا له نوي حکومت سره خبرې کوي او په دې اړه یې له تلابیب سره هم خبرې کړې دي.
نړیوالې تمې او سترګې د نوي کال د جنورۍ پر شلمه هغې ورځې ته اوړي، چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ننوځي.
ویل کیږي، چې هغه د بایډن د حکومت پر پرتله د تهران پر وړاندې سخت دریځ لري.
