تازه خبرونه
کمزورې پوځي رهبرۍ جګړه د لښکرګاه دروازو ته راورسوله
په هلمند کې د جګړې په کرښه کې د امنيتي ځواکونوکمزورې رهبرۍ جګړه د لښکرګاه دروازو ته راورسوله.
په هلمند کې د روانې اوونۍ په سرکې پيل شوې جګړه اوس د دې ولایت په مرکزي ولسوالۍ نادعلي کې دوام لري، چې د تېرې ورځې را په ديخوا وسلوالو مخالفينو ډېر پام د چاه انجير سيمې ته، چې د لښکرګاه په اته کيلومترۍ کې پرته ده اړولی دی.
د هلمند ولايتي شورا مرستیال عبدالمجيد اخندزاده وايي، امنيتي سرتېري د جګړې په کرښه کې په لوړمورال جګړه کوي، له هوا څخه يې هم ملاتړکیږي؛ خو هلته د دې ځواکونو رهبري کمزورې ده، چې وسلوال مخالفين پرمختګ کوي.
د دوی په خبره؛ که نادعلي ولسوالي سقوط وکړي ليرې نه ده، چې لښکرګاه به هم له ورته برخليک سره مخ کيږي.
د دې شورا غړي وایي، د جګړې په کرښه کې دې د جنرالانو په کچه د رهبري شورا جوړه او جګړه دې مهارکړي.
له چاه انجيرڅخه ځایي اوسيدونکي وايي، چې ځينې سيمې وسلوالو طالبانو نيولې او اوس هم ښکېلې خواوې جګړه کوي.
بل پلو د هلمند د والي وياند عمرځواک د چاه انجيرپه ځينوسيمو کې شاتګ مني؛ خو وايي، چې تازه دمي ځواکونه هلته رسيدلي، چې بېرته به عمليات پيل کړي.
هغه زیاتوي، د لښکرګاه د ساتنې له پاره هم پياوړی امنيتي کمربند جوړشوی او په کلکه به د دې ښارساتنه وکړي.
د ځواک په خبره؛ د نادعلي په نورو سيمو کې اوس هم ځمکني او هوايي عمليات دوام لري، چې مخالف لوري ته درنده مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو دوی يې کره شمېره په واک کې نه لري.
خبریال: نعمت الله زهير.