سیمه ییز خبرونه
امريکا له افغانستان سره د امنيتي تړون تر لاسليك كېدو مرستې ځنډوي- ليوين
امريكايي سناتور او د وسلوالو ځواكونو د دفاعي جرگه گې رييس كارل ليون كابل ته د سفر په ترڅ كې د پنجشنبې په ورځ(د لړم۲) له افغان ولسمشر حامد كرزي سره پر امنيتي تړون خبرې كړي دي.
په واشنگتن كې د كارل ليون له دفتره په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې ده افغان ولسمشر حامد كرزي ته د امريكا دا پيغام رسولى، چې د امنيتي تړون تر لاسليك پورې به له افغانستان سره هيڅ ډول مرسته ونه كړي.
د امريکا د مشرانو جرگې د وسله والو ځواکونو د کميسيون مشر سناتور کارل ليوين د يوې اوونۍ په رسمي سفر کابل ته راغلى او تر اوسه يې له گڼ شمېر مشرانو سره ليدلي دي.
امريكايي سناتور کارل ليوين په ډاگه كړې، چې:
ما، ولسمشر کرزي ته په ډاگه کړه، چې امريکا به تر هغې پورې له تاسو سره هيڅ ډول مرستې نه کوي، چې تر نږدې راتلونکې پورې امنيتي سند نه وي لاسليک شوى.
په داسې حال كې افغان ولسمشر حامد كرزى له تروريزم سره په افغانستان كې روانه مبارزه نا كامه بولي او وايي، چې د روانې مبارزې په پايله كې افغانان سولې ته نه دي رسيدلي.
ښاغلي كارل ليوين زياته كړې، چې د افغان ولسمشر حامد كرزي يو شمېر څرگندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور ته زيان رسوي.
له ارگ څخه خپرې شوې خبرپاڼې په ډاگه كړې، چې ولسمشر حامد کرزي له امريکايي سناتور کارل ليوين سره پر دوه اړخيزو اړيکو او امنيتي سند خبرې کړې دي.
ولسمشر حامد كرزي په دې ليدنه کې ټينگار کړى، چې هېواد يې له امريکا سره داسې اوږود مهاله اړيکې غواړي، چې د افغانستان گټې په کې نغښتې وې.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې امريکا خپلې مرستې له امنيتي تړون سره مشروطې کړې دي.
ولسمشر حامد کرزي د امنيتي تړون په اړه مشورتي لويه جرگه راغوښتې، چې ټاکل شوې ده، د لړم تر٢٠ جوړه شي.